Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پخواني اجرائیه ریاست مرستیال کور کې  د نښتې له امله ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/13

د افغانستان مخکېني حکومت  اجرائیه ریاست مرستیال انجنیر محمد خان په کور کې د وړمې  شپې نښتې له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي،  برید په کور کې دننه د خپلمنځي اختلافاتو له امله رامنځته شوې او په اړه یې څيړنې پیل کړې دي.

د ځدراڼ په خبره، په دغه پیښه کې د انجنیر محمد خان یو زوی او یو ساتونکی وژل شوي، میرمن او یو تن خپلوان یې ټپيان دي.

ځدراڼ زیاته کړه:« کابل کې تېره شپه د انجنیر محمد خان کور کې  د نښتې له امله د هغه زوی او یو تن ساتونکی یې وژل شوي. د نومړي ښځه او یو بل خپلوان یې ټپیان شوي دي. د انجنیر محمد خان یو تن ساتونکی،چې د نوموړي باجه هم دی وايي، پېښه په کوردننه د خپلمنځي اختلافاتو له امله رامنځته شوې او له بهر څوک د برید لپاره نه دي دننه شوي. د پېښې څېړنې لپاره زموږ امنیتي ځواکونه په سیمه کې شتون لري او د واقعیت له روښانه کېدو وروسته به یې هېوادوالو سره شریک کړو.» 

کورنیو چارو وزارت بیا ویلي، د پيښي څرنګوالي په اړه یې پلټنې پيل کړې او په دې تړاو یې د دغې کورنې اړوند یو تن هم نیولی دی.

انجنیر محمد خان په خپل کور کې یاده پېښه تائيدوي او د عاملینو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.

محمد خان زیاته کړې:« د بیګا شپې په پيښه کې مې د تره لمسی او یو زوی شهیدان شوي او مېرمن مې ټپي شوې ده. دا چې د ا پيښه څنګه شوې ده او د چا له خوا شوې باید عاملین یې پيدا شي.»

د پخواني حکومت اجرائیه ریس عبدالله عبدالله د خپل مرستیال په کور کې د پيښې په اړه غبرګون ښوودلی او دا یې په شخصي حریم برید بللی.

عبدالله عبدالله زیاته کړې:« په خواشینۍ سره چې تېره شپه د پخواني اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال او د هېواد سیاسي شخصیت  انجنیر محمد خان پر کور برید شوی دی،چې په کې د هغه کشر زوی او یو ساتونکی شهیدان او مېرمن یې ټپي ده. د هېواد د یوې محترمې کورنۍ په خصوصي حریم دا ډول ناځوانمردانه برید غندم او د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب د محترم ورور انجنیر محمد خان او د هغې درنې کورنۍ ته وړاندې کوم.»

د انجینیر محمد خان په کور کې د پيښې په اړه لا پلټڼې روانې دي او پولیس وايي،د عاملینو د پيژندلو او نیولو هڅې کوي.

پولیسو تر اوسه په دې تړاو د انجنیر محمد خان د کورنۍ یو تن هم نیولی او ویلي یې دي،چې تر پوښتنو وروسته به مالومه شي،چې نښته څه ډول او د چا له خوا رامنځته شوې. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist