Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/08

د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد په یوه جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال له چاودنې وروسته د دغه هیواد پر امنیتي او کشفي ادارو د سياسي ګوندونو له لوري سختې نيوکې شوي.

 

دجمیعت علمای اسلام ګوند مشر ویلي، د پاکستان استخباراتي او امنیتي ادارې د خلکو امنیت په ټينګښت کې پاتې راغلي او د خپلې دندې پر ځای د پاکستان په سیاسي چارو کې پر لاس‌وهنې بوختې دي.

د پاکستان جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ویلي: «د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارې د عامه امنیت په ټينګښت کې پاتې راغلې دي. دغه ادارې د خلکو د امنیت ټینګولو پرځای په سیاسي چارو کې پر لاس وهنې مصروفې دي او یوازې له پېښو وروسته پرغندلو اتکا کوي.»

 

د نظامي چارو شنونکی حکمت‌الله حکمت پاکستان کې د روان وضعیت په اړه وایي: « د اسلام آباد پروني عملیات د «ای‌اس‌ای» د هغو پېچلو څو هدفيزو عملیاتو څخه دي، چې دوی غواړي خپل مخالفین تورن کړي، د پاکستان د ولسونو پام بلې خواته واړوي او قومي تفرقه واچوي. په ټول باور سره ویلی شم چې پروني عملیات د «ای‌اس‌ای» له لوري تنظیم شوي وو؛ ولې خوشبختانه نړۍ هغه نړۍ نه ده، چې د پاکستان استخباراتو په دغسې ترهګرو بریدونو باندې باور وکړي او د دوی خبره واوري.»

 

ځيني ملتپال سياسون بيا وايي، چې د سیمې لپاره امنیتي خطر پیښوونکې ترهګرې ډلې پاکستان زېږولي او په خبره يې د پاکستان پوځ بيا د ياډو له امله د لاسه وتونکي وضعيت کنټرولو پر ځای خپل سياسي مخالفان او په خيبرپښتونخوا کې ملتپال شعوري اقشار په نښه کوي.

ملتپال سیاسيتوال؛ افراسیاب خټک وایي: «دنیا او سیمې ته امنیتي ګواښ رامنځته کوونکې خطرناکې ډلې او ترهګریز سازمانونه پاکستان زېږولي دي او پاکستان دولت او پوځ د وسله‌والو ډلو پرضد د مبارزې پر ځای پر سیاسي مخالفانو سختي تطبیق کړې ده.»

 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر بیا په اسلام‌اباد کې وروستۍ چاودنې ته په غبرګون کې ویلي، چې د اوسني وضیعت د سمولو يوازینۍ لار د نوموړي په ټکو د پاکستان استعمار پر وړاندې د ولس درېدل دي.

منظور احمد پشتین وايي، پاکستان په اسلام اباد کې یوازې د سوله‌ییزو لاریونونه مخه نیولی شي، نه د بریدونو. د نوموړي په وینا روان وضیعت د دوی د سیاستونو ثمره ده، چې قرباني یې عام خلک دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین ویلي: «د پاکستان پوځي حکومت په اسلام اباد کې د سوله‌ییزو لاریونونو مخه نیولی شي، خو په یوه جومات کې د برید مخه نه شي نیولی. د پاکستان په استعماري جګړه کې د درد، او ښکو او وینې قرباني بې‌وزله ولس ورکوي؛ خو بیا ډالر، فابريکې او ټاپوګان د دغه هېواد د پوځي جنرالانو برخه ده. په پاکستان کې د استعمار یوازېنۍ حل لار د پوځ پر وړاندې په ښکاره ډول د ولس درېدل دي.»

 

شنونکي بیا وايي، په پاکستان کې روان امنیتي وضیعت د دغه هېواد پوځي رژیم د هغو ناسمو تګلارو او پالیسیو پایله ده، چې له لسیزو راهیسې یې غوره کړې. دوی وايي، که پاکستان په خپل دریځ کې بدلون رانه وړي، نو په دغه هېواد او خيبرپښتونخوا کې به روانه جګړه لا پسې پراخه شي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود په دې اړه وایي: «د پاکستان روانه پالیسي چې متاسفانه خپله امنیتي کمزوري یا خلکو سترګو کې خاوري اچول یې پایله ده او پړه یې پر یوه يا بله ډله اچوي؛ نو زما په اند ښه به دا وي چې پاکستان په خپله اساسي تغير راولي. د ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د یوې متمدنې رابطې لاره خپله کړي او که چېرې دوی په خپلو پالیسیو کې تغير رانه‌وړي؛ زه فکر کوم چې دا به نه لومړۍ چاودنه وي او نه هم وروستۍ.»

 

د اسلام اباد په یوه جومات کې له  چاودنې وروسته، چې درنه مرګ ژوبله یې اړولې، په پاکستان کې د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې د ګڼې ګوڼې له ځایونو ځان لرې وساتي او همدا راز په عامه غونډو کې له ګډون کولو هم ډډه وکړي.

خپور یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist