Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان پوځ د شمالي وزیرستان په ځينو سيمو کې ګرځبندیز وضع کړی

د پاکستان پوځ د شمالي وزیرستان په ځينو سيمو کې ګرځبندیز وضع کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/23

 د پاکستان ډان ورځپاڼې د دې هېواد د امنيتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې پوځ له دوو ورځو راهيسې د شمالي وزيرستان په ځينو سيمو کې د امنيتي اندېښنو له امله ګرځبنديز اعلان کړی.

ځايي خلکو د پاکستاني پوځ دغه کار د ځورونو هغه ډول یاد کړی چې د دوی پر ژوند، کاروبار او روغتيايي خدمتونو ته پر لاسرسي مخامخ اغېز لري.

په دې اړه د ځينو خپرو شویو راپورونو له مخې، میرانشاه، دته ‌خېل، رزمک، ميرعلي او بنو د شمالي وزيرستان هغه سيمې دي چې د پوځ له لوري په کې ګرځبنديز اعلان شوی او له خلکو غوښتل شوي چې د اړتيا پرمهال د تګ راتګ لپاره د اصلي لارو پر ځای بديلې فرعي لارې وکاروي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « د دې پر ځای چې د پاکستان چارواکي او امنیتي ځواکونه امنیتي تدابیر غوره کړي، له خپل ملت او خلکو سره خبرې اترې وکړي، د هغوی ستونزو ته رسېدنه وکړي، برعکس ځوروي یې، بندیزونه پرې لګوي او فکر کوي چې همدا د جګړې د مخنیوي لاره ده او له امله یې امنیت ټینګېدای شي. دا په داسې حال کې ده چې دغه کار برعکس د پاکستان د پوځ ضعف او د بلوڅ آزادي غوښتونکو غښتلتیا ښيي.»

ځينو نورو رسنیو د سیمه ‌يیزو سرچینو له خولې راپور ورکړی چې د شمالي وزيرستان او خيبر پښتونخوا په ځينو سيمو کې د پاکستاني پوځيانو پر مرکزونو بريدونه هم شوي چې په کې درې تنه پوځيان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

له بلې خوا، بلوڅ آزادي غوښتونکو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې د بلوچستان کېچ ولسوالۍ په هوشاب سیمه کې یې د جګړې په پايله کې د پاکستاني پوځيانو يو مهم مرکز نيولی.

د بلوڅ آزادي غوښتونکي غورځنګ خبرپاڼې یوه برخه: « جنګياليو د تربت او هوشاب ترمنځ اصلي لویه لاره وتړله او ناڅاپي پلټنې یې پیل کړې. څو ساعتو  پورې یې د دې لارې کنټرول په لاس کې و.  هم ‌مهاله د آزادۍ پوځ يوې بلې ډلګۍ د هوشاب په سیمه کې د ګواند سارن مرکز او هلته مېشت امنيتي ځواکونه او وسلې ونیول چې نيول شوي عسکر یې وروسته خوشې کړل.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « نوم د ټي.ټي.پي یا طالبانو ورباندې ږدي، خو په اصل کې د دوی هدف د پښتون ملت له منځه وړل او له پنجاب سره د کوزې پښتونخوا یوځای کول دي. پنجاب به دا آرمان له ځان سره ګور ته یوسي.»

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په روانه اپریل میاشت کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې پر پاکستاني پوځيانو شویو بریدونو کې شاوخوا ۸ پوځیان وژل شوي او له ۳۰ زیات ژوبل شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، وروستی برید یې د اپریل پر ۱۵ مه د بلوچستان په مستونک کې د سړک غاړې بمي چاودنه وه چې درې پاکستاني پوځيان په کې ووژل او ۱۸ نور ټپیان شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist