Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان پوځي رژیم یوځل بیا ننګرهار کې د ملکي وګړو کورونه بمبار کړي

د پاکستان پوځي رژیم یوځل بیا ننګرهار کې د ملکي وګړو کورونه بمبار کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/02

د ننګرهار مهمندرې ولسوالۍ ٢٩ ویالې اوسېدونکي وايي،  د پاکستاني پوځي رژیم الوتکو د ملکي وګړو پر کورونو بمباري کړې او خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په دغو بریدونو کې د یوه نښه شوي کور خاوند روحي جان وايي، د حبیب الله په نوم یې یو زوی شهید  او بل يي ژوبل شوی دی. 

د ده په خبره، د دوی له کورنۍ سربېره د دوه نورو ګاونډیانو کورونه هم په نښه شوي او هلته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د مهمندرې ولسوالۍ اوسېدونکی روحي جان وايي: « زه غریب سړی یم او له هېڅ ډلې سره تړاو نه لرم. د پاکستان ظالم پوځ د شپې په تیاره کې زموږ پر کور بمبار وکړ، یو زوی مې شهید او بل ټپي شو.»

روحي جان دغه راز زیاتوي، له هېڅ یوې ډلې سره تړاو نه لري او د ورځنۍ مزدورۍ له لارې کورنۍ ته نفقه ګټي.

دی له حکومت غواړي چې له پاکستاني پوځي رژیم څخه یې د زوی غچ واخلي.

روحي جان وايي: « زه له اسلامي امارت غواړم چې له پاکستان څخه زموږ د خلکو غچ واخلي او مناسب ځواب ورکړي.»

د ٢٩ ویالې یو شمېر اوسېدونکي هم وایي چې د وړمې شپې ټول بریدونه په ملکیانو شوي او د پاکستان پوځي رژیم تل ملکیان په نښه کوي.

د مهمندرې ولسوالۍ اوسېدونکی رحمن الله وايي: « دا ټول غریب خلک دي او له هېڅ ډلې سره اړیکه نه لري.»

د مهمندرې اوسېدونکی پروېز وايي: « دا خلک ټول ملکي وګړي دي، دوی په تېر کې هم ملکیان په نښه کړل. پاکستان چې څومره بریدونه کړي، ټول پر افغان ملکي وګړو شوي نه پر تحریکیانو.»

ولسونه دغه راز وايي، که اسلامي امارت ورته اجازه ورکړي، چمتو دي چې د سر په بدل له افغان دفاعي ځواکونو سره یوځای له  پاکستاني پوځي رژیم سره جګړه وکړي.

د مهمندرې اوسېدونکی مصري خان وايي: « موږ له حکومت غواړو چې د دې خلکو غچ واخلي، یا دا چې موږ ته اجازه راکړي، ترڅو خپل غچ واخلو.»

د مهمندرې اوسېدونکی عبدالله وايي: « موږ هره لحظه د حکومت ملاتړ او د پاکستان پر وړاندې مبارزې ته چمتو یو. موږ د وطن دفاع لپاره سر ورکولو ته هم تیار یو.»

د مهمندرې اوسېدونکی رفیع الله وايي: « زه په دې سپینه ږیره چمتو یم چې ټوپک واخلم او پاکستان سره وجنګېږم.»

تېره اوونۍ هم د پاکستان پوځي رژیم الوتکو د ننګرهار په بهسودو، خوږیاڼو او شینوارو ولسوالیو کې د ملکي کسانو کورونه په نښه کړي وو چې له امله یې ٢٥ تنه شهیدان او زخمیان شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي
افغانستان

خلیلزاد: پر ملکي وګړو بریدونه د افغانستان او پاکستان ستونزه نه شي هوارولی

جون 11, 2026
د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

جون 11, 2026
فطرت: دوحه کې د سفارت له لارې امريکا سره په اړيکه کې یو
افغانستان

اسلامي امارت: د پاکستان له خوا پر ملګي وګړو برید جنګي او بشري جنایت دی

جون 11, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم د بریدونو قربانیان پر دوی د شوي ظلم پوښتنه غواړي
افغانستان

کونړ کې د پوځي رژیم د بریدونو قربانیان پر دوی د شوي ظلم پوښتنه غواړي

جون 11, 2026
خوست او پکتیکا کې د پوځي رژیم د هوايي برید قربانیان ښځې او ماشومان دي
افغانستان

خوست او پکتیکا کې د پوځي رژیم د هوايي برید قربانیان ښځې او ماشومان دي

جون 11, 2026
لښکرګاه کې د پنبې یوه فابریکه کې اورلګېدنې دروند مالي زیان اړولی
افغانستان

لښکرګاه کې د پنبې یوه فابریکه کې اورلګېدنې دروند مالي زیان اړولی

جون 10, 2026

وروستي خبرونه

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي

خلیلزاد: پر ملکي وګړو بریدونه د افغانستان او پاکستان ستونزه نه شي هوارولی

جون 11, 2026
د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

جون 11, 2026
فطرت: دوحه کې د سفارت له لارې امريکا سره په اړيکه کې یو

اسلامي امارت: د پاکستان له خوا پر ملګي وګړو برید جنګي او بشري جنایت دی

جون 11, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم د بریدونو قربانیان پر دوی د شوي ظلم پوښتنه غواړي

کونړ کې د پوځي رژیم د بریدونو قربانیان پر دوی د شوي ظلم پوښتنه غواړي

جون 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist