Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/24

پاکستان لا هم له خیبرپښتونخوا نیولې تر کابله پر ولسي خلکو او ملکي تاسیساتو بریدونو او مرګ‌ژوبلې اړولو ته له ترهګرۍ سره د مبارزې نوم ورکوي.

بهرنیو چارو وزير يې د تازه څرګندونو پرمهال افغانستان کې د ولسي خلکو هدف ګرځول د ترهګرۍ  پر وړاندې مبارزې بریالۍ هڅه بللې ده.

د چارو څارونکي وایي، د پاکستان پوځي رژیم د نورو جګړیزو پروژو پر مخ وړلو لپاره لا هم هڅه کوي چې ولسي خلک په نښه او بیا په ډېرې سپین‌سترګۍ د ترهګرۍ نوم ورکړي.

د پوځي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « پاکستان اوږدمهاله اهداف لري او د دې اهدافو ترلاسه کولو لپاره افغانستان کې جګړه د دوی په ګټه ده. دوی غواړي افغانستان یوه حایل سیمه جوړ کړي او هغه ترهګرې ډلې په کې ځای پرځای کړي چې د سیمې نا امنه کولو لپاره یې جوړې کړې دي.»

د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي: « افغانستان کې د ملکي وګړو وژل او ځورول له ترهګرۍ هم ناوړه عمل دی؛ دا یو جنګي جنایت دی او هر دولت یا کس چې په دې ډول جنګي جنایت لاس پورې کوي، باید د عدالت مېز ته راکاږل شي.»

د چارو یو شمېر نور څارونکي بیا وایي، پاکستان له هره اړخه اړ او پړ دی چې عامو افغانانو ته په بريدونو کې اړولې مرګ ژوبله د ترهګرۍ پر ضد هڅې ثابتې کړي، ترڅو په دې توګه خپل خلک او نړيوال تېرباسي.

د دوی په خبره، د پاکستان پوځي رژیم له خیبرپښتونخوا نیولې تر کابل پورې په افغانستان کې ولسي خلک په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان او ناروغان په نښه کړي او له امله یې د پاکستان پوځ او حکومت د سپيناوي وړاندې کولو ته اړ شوی.

پخوانی ډېپلومات عزیز معارج وايي: « پاکستان د ټولو نړیوالو اصولو خلاف پر افغانستان یرغل کړی. دوی د خپل یرغل لپاره مشروع دلیل نه لري او له همدې امله افغانستان کې د ملکي وګړو نښه کولو ته له ترهګرۍ سره مبارزه وايي. له بده مرغه نړۍ دا ډول کوم مکانېزم نه لري چې له دوی ثبوت وغواړي او یا راشي هرڅه په خپلو سترګو وګوري. علت دا دی چې دا هرڅه د نړیوالو او په ځانګړې توګه د غرب له خوا پاکستان ته ورکړل شوې پروژه ده، ترڅو سیمه بې ثباته کړي.»

بله خوا، پاکستان لا هم په افغانستان کې ولسي خلکو ته اړولې مرګ‌ژوبله د ترهګرۍ پر وړاندې خپله مبارزه يادوي او خپل هغه بریدونه په حقه بولي چې ښځې، ماشومان او ناروغان یې په‌کې په نښه کړي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو او لومړي وزیر مرستیال ویلي، دوی په افغانستان کې هغه کړۍ په نښه کړې ده چې د پاکستان ضد فعالیتونه یې کول.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي: « پاکستان د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره ژمن دی. موږ په افغانستان کې دننه ټي‌ټي‌پي او بي‌اېل‌اې هم د دې لپاره په نښه کړل چې خپلې موخې ته ورسیږو.»

د پاکستان پوځي رژیم داسې مهال په افغانستان کې د ترهګرو په نښه کولو ادعا کوي چې تېره اوونۍ دې رژیم د ړندو بمباریو پرمهال په کابل کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې يو مرکز  په نښه کړ او په نتيجه کې يې څه باندې ۴۰۰ ناروغان شهیدان او له ۲۵۰ ډېر ټپیان شول.

له دې سره هم‌مهاله، د پاکستان پوځي رژیم د بریدونو او عملیاتو له امله په پکتیکا، خوست، پکتیا، ننګرهار، کونړ او خیبرپښتونخوا کې زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې چې په لړ کې يې ولسي خلکو ته مالي او ځاني زیانونه هم اوښتي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist