Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان له خوا د سوداګریزو لارو تړل کېدو سوداګرو ته مالي زیانونه اړولي

د پاکستان له خوا د سوداګریزو لارو تړل کېدو سوداګرو ته مالي زیانونه اړولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/14

وروسته له هغې چې افغان ځواکونو پر پاکستاني ځواکونو او پوستو انتقامي بریدونه وکړل، پاکستان له افغانستان سره ټولې لارې د هر ډول تګ  راتک پر مخ وتړلې.
د کندهار سیمه ییز مسوولین وايي، پاکستاني لوري د سپین بولدک ـ چمن لاره هم تړلې ده.

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ د عامه اړیکو مسول حافظ حقمل وايي: « دا لاره د یکشنبې ورځې له سهار راهیسې د پاکستان له خوا تړل شوې مګر د افغانستان اسلامي امارت له خوا هېڅ ډول مشکل نه شته. پخوا به چې لاره بنده شوه، لږترلږه مهاجرین به راتلل، خو دا ځل یې د مهاجرینو پر وړاندې هم تړلې ده.»

د سپين بولدک- چمن پر دروازه هر ورځ سلګونه کاروباریان، سوداګر، ناروغان او نور مسافر تګ راتګ کوي. له دې لارې پاکستان ته تلونکي افغانان په عادي ورځو کې هم د پاکستاني پولیسو له بد چلن شکایت کوي.
سپين بولدک ولسوالۍ کې پاکستان ته تلونکی مسافر وایي، د دروازې بندېدو له زیاتو ستونزو سره مخ کړي او له پاکستاني لوري غواړي چې دا ستونزه ژره تر ژره حل کړي.

پاکستان ته تلونکی مسافر خدای نور وايي: « له ماسره ناروغ دی او غواړم کراچۍ ته یې یوسم. په ډېر تکلیف مې پاسپورټونه او وېزې ترلاسه کړې، خو اوس لاره بنده ده او له بلې خوا زموږ ناروغ سخت په عذاب دی. زه غوښتنه کوم چې دا لاره ژر خلاصه شي، ترڅو ناروغان تر ډاکټر پورې ورسول شي.»

مسافر محمد ابراهیم وايي: « زه له هلمند څخه راغلی یم، د پاکستان وېزه هم لرم، دلته لاره بنده ده. موږ په نظامي مسایلو کار نه لرو مګر د ملکي وګړو پر مخ باید لارې ونه تړل شي.»

مسافر شفیع الله وايي: « زه له تخار څخه راغلی یم، مور مې ناروغه ده او په پاکستان کې یې روغتون ته وړم. اوس دلته لاره بنده ده او له ګڼو مشکلاتو سره مخ یم.»

د مسافرو ترڅنګ، دا مهال دواړو غاړو ته  سلګونه بار لېږدونکي موټر هم ولاړ دي او همداراز هغې غاړې ته افغان کډوال افغانستان ته د اوښتو په تمه ناست دي.

د کندهار سوداګرۍ خونه وايي، د سپین بولدک او چمن ترمنځ لارې تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته په وچو او تازه مېوو، سبزیجاتو، خوراکي توکو او نورو اموالو بار سلګونه لارۍ ولاړې دي.

د سوداګرو په وینا، د سپین بولدک او چمن ترمنځ لار که ژر خلاصه نه شي، میوې او نور توکي به خراب او درانه زیانونه په ځای پاتې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي
افغانستان

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist