Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان عام ولس افغانستان کې د پوځي رژیم وروستي بریدونه غندلي

د پاکستان عام ولس افغانستان کې د پوځي رژیم وروستي بریدونه غندلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/26

په ننګرهار او پکتیکا کې د پاکستان پوځي رژیم د وروستیو  هوايي بریدونو په تړاو د ځینو عامو پاکستاني وګړو غبرګونونه دا ښيي چې له یو شمېر سیاسي ګوندونو  سربیره، د دې هېواد عام وګړي هم د افغانستان په وړاندې د خپل حکومت دریځ ناسم بولي.  

په داسې حال کې چې وروستیو بریدونو عام افغانان راپارولي او له اسلامي امارت څخه یې د سخت غبرګون غوښتنه کړې، یو شمیر پاکستانیانو هم په ټولنیزو رسنیو کې دا بریدونه وحشیانه بللي دي.

پر خواله رسنیو د یوه پاکستاني وګړي مرکه کې راغلي: « راپور می کاته، هغه کس وايي چې زما د کور ۱۷ غړي شهیدان شوي چې په کې ښځې، ماشومان او سپین ږیزي هم شته.  دوی دلته خوښي نمانځله، دوی د انسانیت دښمنان دي چې د ماشومانو په مړینې خوښي نمانځي، د ښځو په مړینې خوشحالي کوي. دوی په تیرا کې هم په بریدونو کې د خلکو په وژنه خوښي څرګندوي.»

یو بل پاکستاني وګړی په خپلو خبرو کې وايي: « دوی ځانته اسلامي پوځ وايي، وګورئ په افغانستان کې یې کوچني معصوم ماشومان شهیدان کړل. دا اسلامي پوځ نه بلکې د اسراییلو پوځ دی چې خپل خلک هم وژني.»

د پاکستان پوځي رژیم د شنبې په شپه ناوخته په ننګرهار او پکتیکا کې هوايي بریدونه وکړل چې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۸ غړي، شهیدان او ۷ نور ټپیان شول.

د ملي دفاع وزارت ویلي، د تېر په څېر به دا بریدونه هم بې ځوابه نه پرېږدي او په مناسب وخت کې به خپل ځواب ورکړي.

یو شمېر نورو  پاکستانیانو بیا د خپل حکومت دا ادعا هم رد کړې چې وايي وسله وال له افغانستان څخه ورځي. د دوی په خبره، ترهګر خپله په پاکستان کې موجود دي.  

په دوی کې ځینو یې خپل حکومت ته دا سپارښتنه کړې چې که غواړي په پاکستان کې سوله ټینګه شي، نو باید خپل سیاست بدل کړي.

ټرېنډېنګ نیوز  په یوه راپور کې د عامو خلکو له خولې ویلي: « که چېرې دوی په پاکستان کې سوله ټینګول غواړي، نو دوی باید لومړی له خپلې مرۍ څخه د امریکا د غلامۍ پړې وباسي.  خپل بهرنی سیاست باید ازاد کړي، له ایران سره او افغانستان سره باید ښې اړیکې ولري.»

په پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو کې  د عامو پاکستاني وګړو دې غبرګونونو ته په کتو دا باور رامنځته کیږي چې د پوځي رژیم له زیاتو تبلیغاتو سره سره، د دې هېواد خلک اوس د خپل حکومت په ناسم سیاست او دریځ پوه شوي دي.

د شنونکو په وینا، له دې دریځونو دا هم څرګندېږي چې عام پاکستاني وګړي د افغانستان په وړاندې د دې هېواد د حکومتي سیاست مخالف دي او غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تل ښې وي. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist