Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي

د پاکستان درې کسیز پلاوی د خبرو په موخه کابل ته راغلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/11

د کابل او اسلام اباد ترمنځ روان کړکېچ د ډیورنډ فرضې کرښې په اوږدو کې د سختو نښتو سبب شو او په کې پاکستاني ملېشو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې هوارولو لپاره د سیمې او نړۍ ګڼو هېوادونو پر کابل او اسلام اباد غږ وکړ چې جګړه د حل لاره نه ده او خپلې ستونزې دې د خبرو او ډېپلوماسۍ له لارې حل کړي.

تازه یوې سرچینې شمشاد ته تایید کړې چې پاکستان د مولانا فضل الرحمن خلیل په مشرۍ یو درې کسیز پلاوی کابل ته استولی، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانې شخړې د حل په لارو چارو د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې وکړي.  

سرچینه دغه راز وايي: « دا پلاوی افغانستان ته د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو د کمولو او د اختلافونو د حل لارو ارزولو په موخه راغلی. د دې پلاوي په ترکیب کې د مولانا فضل‌الرحمان خلیل ترڅنګ، مولانا عبدالله شاه مظهر او مولانا سجاد عثمان هم شامل دي.»

دا پلاوې داسې مهال کابل ته راغلی چې تېره ورځ د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د پاکستان له لوري پر افغان خاوره بریدونو ته په اشارې وویل، افغانان د ستونزو د حل لپاره تفاهم، خبرو اترو او متقابل درناوي ته ژمن دی مګر د هر ډول تېري پر وړاندې دفاع د افغانستان مشروع حق بولي.

د متقي په خبره، پاکستان د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو په پلمه پر افغان خاوره برید وکړ او زیاته یې کړه چې پاکستاني جنرالان د خپلو کورنیو ستونزو د حل په ځای، سیمه بې‌ثباته کوي.

د چارو شنونکي بیا پاکستان تورنوي چې تل یې د افغانستان پر وړاندې د لاسوهنې پالیسي غوره کړې او په خبره یې، دا هېواد باید له خپلو تېرو ترخو تجربو زده ‌کړه وکړي او په ریښتینې مانا دوستانه اړیکې وپالي.

د پوځي چارو کارپوه اخترمحمد راسخ وایي: « باید د دې جګړې د درولو لپاره د روسانو او انګرېزانو پښې راکش شي. باید چین، نړیوالې ټولنې او اروپايي اتحادیې ته بلنه ورکړل شي او د هغوی په مخ کې د پاکستان له څېرې نقاب لري او د ترهګرۍ روزنې دنده یې رسوا شي. باید همدا هېوادونه منځګړیتوب وکړي.»

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو لپاره د پاکستاني پلاوي د راتګ خبره داسې مهال کېږي چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې تاوتریخوالی کم شوی.

له بلې خوا، د ترکیې، سعودي عربستان او قطر په ګډون د سېمې یو شمېر هېوادونو هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ هوارولو هڅې کوي.

د سیاسي چارو کارپوهان هم جګړه د حل لاره نه بولي او ټینګار کوي چې د پاکستان حکومت تېر مذاکرات سبوتاژ کړل او پر افغان خاوره یې هوایي بریدونو کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله واړوله.

دوی وايي، که دا ځل مذاکرات کېږي، منځګړي هېوادونه باید داسې لیکلی ضمانت ورکړي چې پاکستان به بیا پر افغان خاوره برید نه کوي او نه به بې ځایه تورونه پورې کوي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي: « که دا ځل بیا هم مذاکراتو ته ځو، درېیم ګړي هېوادونه باید کتبي ضمانت ورکړي او په ورته مهال باید د افغانستان هغه ټولې اندېښنې او شرایط په پام کې ونیول شي چې افغانستان یې د پاکستان له پلوه لري.»

دا په داسې حال کې ده چې المرصاد رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله ویلي، د اسلامي امارت وروستي کلک او هدفمن غبرګون او د ټولو فشارونو پر وړاندې پرېکنده دریځ ، پاکستانۍ ادارې دې ته مجبوره کړې چې له مختلفو لارو د خبرو او مذاکراتو غوښتنه وکړي.

کار پوهان وايي، پاکستان له افغانستان سره د اړیکو په رغولو کې پاتې راغلي او د افغانستان په تړاو یې ناسم سیاست ته مخه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist