Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان حکومت مخنیوي له هڅو سره سره د پښتنو قامي جرګه پیل شوه

د پاکستان حکومت مخنیوي له هڅو سره سره د پښتنو قامي جرګه پیل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/13

د پښتون ژغورنې غورځنګ  (پي.ټي.اېم) تر مشرۍ لاندې د پښتنوخوا په خیبر دره کې د پښتنو قامي جرګه په یوه ورځ ځنډ پيل شوه.

د جرګې تنظیموونکي د دې ځنډ لامل د پاکستان د حکومت له خوا مزاحمت او پر لارو د خنډونو جوړول بولي او وايي، د پاکستان حکومت له تېرو څو ورځو راهیسې د جرګې میدان ته ورتلونکې لارې تړلې دي او نه پرېږدي چې ولسونه په جرګه کې برخه واخلي.

د دوی په خبره، د پاکستان حکومت د ګډون کوونکو د مخنیوي لپاره د کوهاټ تونل او د وزیرستان ګڼې لارې تړلې دي او جرګې ته د روانو کارونونو مخه یې نیولې.

دا په داسې حال کې ده چې له دې ټولو ستونزو او خطرونو سره سره، زرګونه پښتانه له بېلابېلو قبایلي سیمو د جرګې سیمې ته ورغلي او په هره بیه د جرګې جوړېدل غواړي.

د پښتون قامي جرګې یو تن ګډونوال وايي: « پي.ټي.اېم به نن د پښتون نسل وژنې هغه مقدمه خپل ولس ته ښيي چې د پاکستان پوځ او ادارو د پښتنو په خاوره کې ترسره کړي. موږ به د پاکستان هغه غلاوې هم روښانه کړو چې له پښتون وطن څخه کېږي او پنجاب پرې آبادېږي. د جرګې مشران به موږ ته لار راښيي چې له دې وروسته پاکستان سره څه وکړو؟»

که څه هم د پنجشنبې په ماښام د پاکستان حکومت او پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو په ځينو مسایلو مذاکرات وکړل خو حکومت په خپلو ژمنو ونه درېد.

ګډونوال د پاکستان روانې هڅې بې پایلې ګڼي او دغه څه له خپل حقه د پښتون قام  راګرځولو په مانا بولي.

د پښتونخوا عوامي نېشنل ګوند مشر خوشحال کاکړ وايي: « آیا ریاست غواړي ټول پښتون له پاکستان  وباسي؟ د جرګې لپاره راټول شوي خلک او دا قرباني د پاکستان ریاست ته روښانه پیغام دی، که هرڅه کېږي پښتون قوم خپل حقونه غواړي او د سر په بیه هم له دې نه پر شا کېږي.»  

د خیبر قامي جرګه کې د پښتونخواه داسې خلکو هم برخه اخیستې چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په وزیرستان او قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو او دغه راز د ناپېژانده وسله ‌والو په هدفي بریدونو کې یې د کورنۍ غړي وژل شوي او یا هم له کلونو راهیسې تری ‌تم دي.

د پښتونخواه د سیاسي ګونډونو مشران له څو ورځو راهیسې د جرګې د ترسره کېدو په میدان کې دي او د جرګې پر وړاندې د پاکستان مزاحمت د سوله ‌ییزو لاریونو او حق غوښتنې ځپل بولي.

د پښتونخوا عوامي نېشنل ګوند مشر ميا افتخارحسین وايي: « زه د خپل قوم او خپل زوی په شهادت ویاړ کوم او نورو قربانیو ته هم چمتو یو. کاڼی چې مات شي نور هم تېره شي. موږ به دا جرګه کوو او پرېکړه به هم کېږي.» 

د پښتنو قامي جرګې اصلي موخه د پښتون ځپل شوي ولس لپاره تحفظ، د ژوند حق غوښتنه او عدالت ګڼل شوی.

دغه جرګه درې میاشتې وړاندې هغه مهال را وبلل شوه، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ګیله ‌من وزیر د اسلام آباد په زړه کې په چړو له ټپي کېدو وروسته ساه ورکړه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist