Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان حکومت لخوا له بلوڅ لاریون کوونکو سره ناوړه چلن پر نړیواله کچه غندل شوی

د پاکستان حکومت لخوا له بلوڅ لاریون کوونکو سره ناوړه چلن پر نړیواله کچه غندل شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/24

اسلام اباد کې د هغو بلوڅ لاریون کوونکو مخه نیول شوې، چې له بلوچستانه د زرګونه کسانو په حضور سره د اسلام اباد د ناسمو تګلارو او چلن پر وړاندې پیل شوی.

د بلوڅ لاریون کوونکو پر وړاندې د پاکستان د حکومت او پوځ چلن په نړیوال کچه غندل شوی او له اسلام اباد غوښتل شوي چې نیول شوي لاریون کوونکي هر څه ژر ازاد کړي.

د بښنې نړیوال سازمان ويلي، پر لاریون کوونکو اوښکې بهوونکي ګاز کارېدنه، وهل ډبول، د لاریون کوونکو بندي کول د اعتراض د اصولو خلاف عمل دی.

یاد سازمان زیاته کړې:« د ډیسمبر په ۲۱مه اسلام‌اباد کې د بلوڅ لاریون کوونکو پر وړاندې د حکومتي ادارو له خوا په ناقانونه توګه ناوړه چلن اندېښمن کړي یوو او د ټولو نیول شویو لاریون کوونکو د ازادېدو غوښتونکي یو.»

له دې سره د نوبل جایزې ګټونکې او د بشري حقونو فعاله ملاله یوسفزۍ وايي، لاریون د بلوڅو حق دی او هغه بلوڅ وروڼه او خویندې چې د پاکستان حکومت بندیان کړي، بايد ژر تر ژره خوشې شي.

یوسفزۍ زیاته کړې:« زه له خپلو بلوڅو خویندو سره ولاړه یم، چې د بې‌درکه شویو کسانو د ازادېدو غوښتنه کوي. سوله‌ییز لاریون یې حق دی او غږ یې باید واورېدل شي.»

د دې ترڅنګ د بلوڅ لاریون کوونکو مشره ماه رنګ وايي،  د پاکستان حکومت د لاریون کوونکو پر وړاندې غیر انساني غبرګون ښودلی او ډېر ځوانان یې له وهلو ډبولو وروسته بندیان کړي.

هغې زیاته کړې:« پاکستاني پوځ د شپې زموږ پر لاریون کوونکو حمله وکړه، لاریون کوونکي له وهلو ډبولو وروسته زندان ته یووړل شول او هلته د څارویو نه هم ناوړه چلن ورسره کېږي.»

پاکستاني چارواکي وايي، د بلوڅ لاریون کوونکو د مشرې ماه رنګ په ګډون ۲۱۸ کسانو څخه چې د چهارشنبې په لاریون کې یې برخه اخېستې وه، ډېری هغه لاریون کوونکي یې ازاد کړي چې پېژندګلوي یې شوې او د کومو پېژندګلوي چې نه ده شوې، لا هم بندیان دي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist