Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان سوداګر: پاکستان په قصدي ډول د افغانستان تازه میوو موسم پر مهال لويې لارې بندوي

د پاکستان ادعا؛ د افغان ځواکونو له لوري پر فرضي کرښه د تاسيساتو جوړول د جګړې لامل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/08

له تېرو ۱۶ ورځو راهسې د پاکستاني پولیسو له لوري د مسافرو، سوداګریزو توکو او ترانزيټ پرمخ د تورخم لارې تړل د  دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګرمه موضوع بدله شوې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په دې خبري کنفرانس کې د تورخم لارې د بندېدو او د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې،  د وروستیو نښتو په تړاو د یوې پوښتننې په ځواب کې د ملامتیا ګوته افغان لوري ته ونیوه او ادعا یې کړې چې افغان ځواکونو په خپلسري ډول تاسیسات جوړول او پارونکي اقدامات یې ترسره کول چې پاکستان لوري ورته غبرګون وښود او جګړه رامنځته شوه.

د شفقت علي خان په خبره، ستونزه لا تراوسه حل نه ده او اسلام اباد له کابل غواړي چې د نړیوالو اصولو او د ملګرو متلونو منشور ته درناوی وکړي او شخړې د خبرو له لارې حل کړي.

هغه په دې اړه ویلي:« په دې وروستیو کې موږ ځینې راپورونه اورو چې ګواکې دغه لار د پاکستان د یو اړخیزو اقداماتو له کبله تړل شوې؛ خو واقعیت دا دی چې افغان لوري د کرښې په اوږدو کې پارونکي اقدامات ترسره کول او تورخم ته نږدې یې خپلسري تاسیسات جوړول. موږ د خبرو له لارې د دې مسالې د هوارولو هڅه وکړه خو هغوی د تورخم پر ترمینل او زموږ پر پوستو بریدونه وکړل.»

په ورته وخت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وړمه د پاکستان له سفیر سره په کتنه کې له اسلام اباده وغوښتل چې له تخريبي فعالیتونو ډډه وکړي.

د سیاسي چارو کارپوهان د پاکستان د حکومت له خوا د تورخم دروازې تړل غندي او دا عمل د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د دې هېواد له لورې د اسختباراتي پلانونو پیل ګڼي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: دا حق پاکستان ولې ځان ته ورکوي چې زموږ په خپله خاوره هرڅه کوو، دا خو د دوی کار نه دی. تر نن ورځې پورې دوی چې په دې خپله خاوره کې پوستې جوړې کړې دي، د طالبانو حکومت د دوی پر وړاندې څه ویلي دي. دا یوه سیاسي او استخباراتي لوبه ده چې په ډیورنډ کرغیړنې کرښه کې جوړه شوې او دا د انګریزانو او امریکایانو په وسیله باندې یې ملاتړ کېږي.»

هڅه مو وکړه چې د پاکستاني لوري دې ادعا په تړاو د اسلامي امارت نظر هم له ځان سره ولرو، خو له پرلپسې اړيکو سره سره  يې بیا هم نظر شريک نه کړ.

د یادونې وړ ده چې  د دواړو هېوادونو تر منځ د  خپلمنځي نښتو په پایله کې له ۱۰ ډ‌ېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او شاوخوا ۸۰۰ کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist