Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ټي وای ډبیلو سازمان: د افغانستان لوېدیځ زون ولایتونو کې لسو کورنیو د فقر او لوږې له امله ماشومان پلور ته وړاندې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/30

ټي وای ډبلیو چې نړیوال سازمان دی او د نړۍ ګڼو بي وزله هېوادونوکې فعالیت کوي،تازه يې په  افغانستان کې کار پيل کړی دی. 

د یاد سازمان موندنې ښيي،چې د افغانستان په لوېدیځ زون ولایتونو هرات،غور  او بادغیس کې شااوخوا لسو کورنیو د فقرر او سخې لوږې له امله  خپل ماشومان پلور ته وړاندې کړي دي. 

افغانستان کې د ټي وای ډبلیو سازمان مسوول شاه وزیر احمدي وايي:« د هېواد په لویدیځ کې له هرات،غور او بادغیس ځنې شمېرې لرو. دوی خپل اولادونه پلور ته وړاندې کړي  او د دغو کورنیو شمېر تر لسو رسېږي.» 

احمدي وايي،د دې ترڅنګ لویدیځو ولایتونوکې په کوچنې عمر کې د ماشومانو په نکاح ورکولو موارد هم زیات شوي دي. 

احمدي وايي، په  کم عمرکې دماشومانو ورکړې او پلور مخنیوي په موخه  یې دلته تر ډېرو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

مراد خان هغه کس چې خپل ماشومه لور يې په نکاح ورکړې ده، وايي:« د یوه اولاد مې زړه سوری ده. دا مې ورکړه. هغه نور خو به تر کال پورې وباسمه. هغه نور به نه مري. نه به بدبخته کېږي.»

د هرات ولایت د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو ریاست مسوولین هم مني،چې ځنې  کورنیو خپل اولادونه یا په کوچنی عمر کې په نکاح ورکړي او یايې هم پلورته وړاندي کړې، په خبره یې هڅه کوي،چې دمرستو په ترسره کولو سره يې مخنیوی وکړي .

د هرات د کډوالو چارو ریاست د بېړنیو حالاتو عمومي مدیر ادریس اسلام یار وايي:« هغه خویندې او وروڼه باید د ځان په توګه احساس کړو او پر دې اساس ووایو،چې هم له  اسلامي لید لوري او هم د انساني د ازاد انسان پلور د عقل او شرعې خلاف دي. د کډوالو  ریاست له ډېرو موسسو سره د دغې ستونزې حل لپاره اړیکه کې وه. » 

دغو مرستو کې دوه بورۍ اوړه، یوه بورۍ وریجې، لس کیلو غوړي، بوره، لوبیا نخود او ګڼ نور توکې شامل دي .

د ټي وای ډبلیو سازمان له اسلامي امارته غواړي،چې په کوچني عمرکې د ماشومانو ورکړي او پلور مخنیوی وکړي .

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist