Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ټولییز امنیت تړون سازمان راتلونکې جولای د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې پياوړتیا پلان عملي کوي

(L-R clockwise) Kazakhstan's President Kassym-Jomart Tokayev, Kyrgyzstan's President Sadyr Japarov, Russian President Vladimir Putin, Tajikistan's President Emomali Rakhmon, Armenian Prime Minister Nikol Pashinyan, Stanislav Zas, Secretary General of the Collective Security Treaty Organization (CSTO), and Belarus' President Alexander Lukashenko hold a meeting of the leaders of the Collective Security Treaty Organization (CSTO) member states at the Kremlin in Moscow on May 16, 2022. (Photo by Alexander NEMENOV / various sources / AFP)

د ټولییز امنیت تړون سازمان راتلونکې جولای د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې پياوړتیا پلان عملي کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/14

په داسې حال کې، چې د روسيې په ګډون تاجکستان او د منځنۍ اسيا ځينو هېوادونو له افغانستانه د احتمالي امنيتي ګواښونو په اړه په وار وار اندېښنې مطرح کړي، خو تازه د ټولییز امنیت تړون سازمان سرمنشي ټینګار کړی، چې تر راتلونکې جولای پورې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ګډې پولې د پیاوړتیا پلان عملي کوي.

ایمان قلي تاسماګامبتوف د روسیې له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي، د دغه پلان مسوده د ټولییز امنيت تړون د دایمي شورا له خوا تصویب شوې او د غړو هېوادونو اړوند ادارو ته لېږل شوې.

که څه هم نوموړي په يادې مسودې کې د شاملو مواردو په اړه ډېر وضاحت نه دی ورکړی، خو ويلي يې دي چې د ټولییز امنيت تړون غړو هېوادونو د سويلي زون امنيت يقيني کولو لپاره په کې يو لړ ځانګړي اقدامات شامل دي.

هغه زیاته کړې:« د تاجکستان – افغانستان پولې د برخو د پیاوړتیا لپاره د ټولییز امنیت تړون د هدف نړيوال پروګرام د پلي کولو لپاره جدي کار روان دی، چې د ټولییز امنيت تړون جنوبي مسوول زون د امنیت تامینولو په ګډون په کې يو لړ ځانګړي اقدامات شامل دي.»

د ټولییز امنیت تړون سازمان سرمنشي وايي،  د دې پروګرام مسوده د دغه سازمان د دایمي شورا لخوا تصویب شوې او د همغږۍ لپاره په غړو هېوادونو کې اړوندو ادارو ته سپارل شوې ده.

هغه  دغه راز وایي، قرغيزستان او تاجکستان ته له افغانستانه احتمالي امنیتي ګواښونه متوجې دي او په دې توګه ياد سازمان اړ دی چې ترتيب شوې مسوده عملي کړي.

هغه وايي:« موږ ډېر هیله من یوو، چې د ټولییز امنیت تړون سازمان سکرتریت به وکولای شي، چې د دې کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دې کار پایلې وړاندې کړي.»

خو اسلامي امارت د ټولییز امنیت تړون سازمان سرمنشي څرګندونو ته په غبرګون کې وایي، د افغانستان پولې د بل هر وخت په پرتله خوندي دي او په خبره يې د دې سازمان  له لوري د تاجکستان او افغانستان ګډې پولي پياوړتيا په برخه کې هر کېدونکی اقدام بايد له کابل سره په همغږۍ وشي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« د ټولییز امنیت تړون دغه اندېښنه ردوو. الحمدالله په افغانستان کې امنیت تېڼګ دی، واحد حکومت دی. د جغرافیې هېڅ یوه برخه مو له کنټروله بهر نه ده او نه خپلسري څوک شته چې اقدامات وکړي او نه هم هېڅ هېواد ته له افغانستانه ګواښ متوجې کېدلی شي. د دوی اندېښنه پر ځای نه ده.»   

سیاسي چارو کارپوهان د ټولییز امنیت تړون سازمان یاد اقدام د نړیوالو قوانینو خلاف کړنه بولي او زیاتوي، که چېرې تاجکستان او قرغيزستان د افغانستان له خاورې اندېښنه لري له سرپرست حکومت سره دې شریکه کړي او په ګډه دې پر وړاندې مبارزه وکړي.

د سیاسي چارو  کارپوه سرور نیازی وايي:« که دوی دېوالونه کوي، که د خپلو پلو امنیت چې څومره ټینګوي دا هم د افغانستان او هم د دوی پر ګټه ده. خو دغه راز څرګندونې د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکې خرابولی شي.»  

دا په داسې حال کې ده، چې د جدي په اتمه د تاجکستان ولسمشر له افغانستان سره پر ګډه پوله د امنیت پر لازیات ټېنکښت ټینګار کړی وه او هغه مهال امام علي رحمان په یوې غونډې کې ویلي و چې له افغانستان سره یې پر ګډه په تېر یوه کال کې ۷۵ نورې امنیتي پوستې هم جوړې کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist