Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ټرمپ څرګندونې دننه او بهر له غبرګونونو سره مل دي

admin by admin
2019/07/24

ولسي جرګې، طالبانو، حزب اسلامي او ایران د افغانستان په تړاو د امریکا غیر مسولانه څرګندونې غندلې.

د ټرمپ د یوې ورځې خبرې په کور دننه او ان سیمه کې له څو ورځینو غبرګونو سره مل دي، لا هم د ټرمپ د کړیو خبرو په وړاندې توند او له پېغوره ډک غبرګونه شته. د ولس استازو د چهارشنبې ورځې نیږدې ټوله غونډه همدې موضوع ته بېله کړې وه.

وکیلانو د افغانستان د محوه کېدو په تړاو د امریکا د ولسمشر ټرمپ خبرې وغندلې هغه یې یو خیال وباله او ځینو یې غوښتنه وکړه چې امریکا سره دې پر شوي امنیتي او ستراتېژیک تړون له سره غور وشي او نور د منلو نه دی.

طالبانو بیا د نورو سره یو څه په توپیر اعلامیه خپره کړې او په امریکا یې غږ کړی چې د بې مسولیته خبرو په ځای دې د ستونزې محوري ټکي باندې عمل وکړي.

طالبانو ویلي (( اتلس کلنې زور ازمایې ثابته کړه چې د تجاوز او زورزیاتي انتخاب کړې لار یې بې نتیجې ده او د افغانستان له تاریخ نه چې د امپراطوریو هدیره ده په ناخبرۍ دلالت کوي. زموږ په نظر ښه داده چې ټرمپ د بې مسئولیته خبرو پرځای د ستونزې اصلي حل ته متوجه شي.))

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي چې کلونه له امریکا سره د جګړې په سنګرونه کې تقابل کړی وايي، افغانستان به په راتلونکې کې هم وي.

 د طالبانو د اعلامیې په یوه برخه کې داسې راغلي (( افغانستان زرګونه کلونه وړاندې د تاریخي او تمدني مخینې په لرلو د اریانا او خراسان تر سرلیکونو لاندې د تمدن او پوهې زانګو وه او هغه وخت یی وجود درلود چې امریکا لا وجود نه درلود او له تمدن څخه خالي وه افغانستان پرون هم و، نن هم شته او ان شاء الله په راتلونکي کښې، کې به هم وي))

ایران په دې برخه کې په ظاهر کې د افغانستان پلوي کړي او د ټرمپ خبرې یې د نړۍ امنیت او سولې لپاره ګواښ بللې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید عباس موسوي داسې ویلي (( د افغانستان په تړاو د امریکا د ولسمشر خبرې غندو، دا خبرې د نړیوالې سولې او امنیت لپاره ګواښ دي، ایران له افغانانو او د افغان حکومت ملاتړ کوي ځکه چې دوی یې ورور او ګاونډی هېواد دی))

افغان حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ټرمپ د خبرو په تړاو وضاحت غوښتی خو تر اوسه په دې برخه کې د امریکا لخوا څه نه دي ویل شوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist