Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ټرمپ بیا ځلې بریا؛ د دوحې هوکړې عملي کېدو ته تمې زیاتې شوې

د ټرمپ بیا ځلې بریا؛ د دوحې هوکړې عملي کېدو ته تمې زیاتې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/09

د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوریت غوښتونکي ګوند نوماند او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له بیا ځل بریا وروسته، تمه پیدا شوې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت او امریکا د حکومت ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه په بشپړ ډول عملي شي.

دغه هوکړه د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه له ۱۸میاشتو مذاکراتو وروسته، د زلمي خلیلزاد په استازیتوب د امریکا او اسلامي ‌امارت ترمنځ دوحه کې لاسلیک شوه خو له دې تړون د درېیو کالو په تېرېدو سره، دواړه خواوې پر یو بل د هوکړې نقضولو تور لګوي.

په امریکا کې د روان کال ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ له بریا سره سم، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د ټرمپ دویم ځل واک ته رسېدو سره د دې فرصت پيدا شوی چې د دوحې هوکړې ټول موارد عملي شي.

خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي:« د امریکا ولسمشرۍ ته د ټرمپ راتګ په افغانستان کې د دوحې تړون د ټولو مواردو د بشپړ تطبیق او عملي کېدو فرصت ډېر کړی.»

که څه هم اسلامي امارت د دوحې د هوکړې په هکله تازه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې په کراتو ویلي چې د یاد تړون ټول موارد یې عملي کړي دي.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو بشپړ وتل، د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغان خاورې نه کارېدل،  بین الافغاني خبرې اترې پیلول، له نشه يي توکو او ترهګرۍ سره مبارزه، له نوي حکومت سره د امریکا اړیکې او د ښځو او بشري حقونو ته ژمنتیا هغه مهم ټکي دي چې ځينې یې عملي شوي خو واشنګتن او کابل یو بل د دې تړون د پاتې نور ټکو په نه عملي کېدو تورونوي.

سره له دې چې سیاسي چارو کارپوهان د دوحې هوکړې ته ژمنتیا نه لرل د تعامل او اړیکو رغولو پر وړاندې ننګونه بولي، خو تمه لري چې د ټرمپ پر مشرۍ د امریکا نوې اداره به دغه تړون عملي کړي.

دوی وایې، امریکا ته په کار ده چې له اسلامي امارت سره د شوې هوکړې له مخې مثبتې ډیپلوماټیکي اړیکې ولري.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « دوی په خپل کمپاین کې هم دا خبره کړې چې ځینو مسایلو ته به پام کوي، نو ځکه داسې انګېرل کېږي چې جمهوریت غوښتونکی ګوند په امریکا کې رسالت لري او راځي به دا د دوحې تړون به پلی کوي، ځکه دواړو خواوو لاسلیک کړی او باید پلی شي.»

د سیاسي چارو کارپوه صفي الله عزیزي وايي: « ریښتیا خبره هم دا ده چې دغه تړون د ټرمپ د واکمنۍ پرمهال شوی. امریکا تل پر اسلامي امارت دا تور پورې کړی چې د دوحې تړون یې نقض کړی او په ورته وخت کې اسلامي امارت هم ورته تور پورې کړی امریکايي لوري دغه تړون نقض کړی. اوس به وخت دا روښانه کړي چې دوی به د دوحې تړون ته څومره ژمن پاتې شي.»

د یادې هوکړې دوه نور مهم ټکي چې امریکا یې په نقض تورنه ده، د بندیزونو له لېسته د اسلامي امارت د مشرانو د نومونو نه ایستل او دغه راز د افغانستان پر هوايي حریم د الوتکو څار دی.

د سیاسي چارو کارپوهان وایې، په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدو، بشري حقونو ته ژمنتیا او پر افغانستان د سیاسي او اقتصادي فشارونو دوام د دواړو هېوادونو پر ګټه نه دي او ټینګار لري چې دواړه لوري باید پر دغو ټکو له سره خبرې وکړي.

د  سیاسي چارو کارپوه زلمی افغانیار وايي: « امریکایانو تېر کال په حکومتوالۍ کې د خپل ستراتیژيک عمق د پلي کولو لپاره د افغانستان پر سرپرست حکومت فشارونه اعمال کړل، خو زیان یې د افغانستان خلکو ته رسېږي. کله چې د دوحې هوکړه لاسلیک شوې چې پر څلورو اصولو ولاړه ده، دا څرګنده شوه چې امریکا څومره دغې هوکړه ته ژمنه ده. د افغانستان هوايي حریم له ګاونډیو هېوادونو چې امریکا په کې نظامي اډې لري نقض کېږي. د حکومت جوړولو بحث د سرپرست حکومت په مشوره د افغانستان په ملت پورې اړه لري، خو د امریکایانو نهايي موخه دا ده چې بیا هم خپل کسان د افغانستان په حکومت کې ولري. هر ډول تقابل ته د خبرو له لارې حل پیدا کېږي، هیله لرم امریکا هم دا په پام کې ولري.»

زلمی خلیلزاد چې د امریکا په استازیتوب یې د اسلامي ‌امارت او امریکا ترمنځ د سولې ۱۸میاشتې مذاکرات ترسره کړل او په پایله کې یې اسلامي امارت بیا ځل واکمن شو، د ډونالډ ټرمپ بریا ته هیله من دی او تمه لري چې اداره به یې د دوحې تړون هغه موارد هم عملي کړي چې د جوبايډن اداره یې په عملي کېدو کې پاتې راغلې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist