Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د يوه افغان سوداګر له لوري اړمنو افغانانو سره د ۵۵ ټنو خوراکي توکو مرسته وشوه

د يوه افغان سوداګر له لوري اړمنو افغانانو سره د ۵۵ ټنو خوراکي توکو مرسته وشوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/20

له طبیعي پیښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې سرپرست ملا نور الدین ترابي وايي، په مسکو کې د افغان بېزنس سنټر له لوري له دغې ادارې سره د ۵۵ ټنه خوراکي توکو مرسته وشوه چې دوی به یې پر اړمنو خلکو ووېشي.

د ترابي په خبره، په شویو مرستو کې ۲۵ ټنه اوړه ، ۲۵ ټنه وریجې او ۵ ټنه یې غوړي دي.

ترابي په دې اړه وايي:« په مسکو کې د افغان بېزنس سنټر مالک چې افغان سوداګر دی، حاجي نادر شاه نومېږي، نور وختونه یې هم زموږ له ادارې سره بار بار د مسکینانو، یتیمانو او غریبو خلکو لپاره مرستې کړې. خدای (ج) دې خیر ورکړي، موږ یې شکریه ادا کوو،  نن بیا ۲۵ ټنه وریجې، ۲۵ ټنه غنم او ۵ ټنه غوړي دي چې اوس یې راته تسلیم کو. په موټرو کې راغلي، موږ یې دلته په خپلو ګودامونو کې ځای پر ځای کوو. انشا الله د دوی له خوښې سره سم یې بیا موږ مسکینانو ته، په ښه سرعت او شفافیت سره وېشو.»   

په ورته مهال ترابي وايي، ټولو ولایتونو ته یې له مستحقو کورنیو سره د مرستې په موخه خوراکي توکي لېږلي چې زرګونو ټنو ته رسیږي.

هغه زیاتوي، هڅه یې د اده چې مرستې راجلب او په پوره روڼتیا سره یې مستحقو افغانانو ته ورسوي.

ترابي په دې اړه وايي:« الحمد الله په ولایتونو کې زموږ له خوا، د موسسو له خوا دا اوس په لږ وخت کې، موږ هر ولایت  ته زر پارسله ۲۵ کیلويي وریجې ، ۲ زره پارسله ۵۰ کیلويي غنم واستول. نورې موسسې هم هلته ورسره مرسته کوي.»

افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې له اقتصادي پلوه پرځان بسیا نه دی او په دې وروستیو کې له ایران او پاکستانه په جبر راویستل شوي افغانان او طبیعي پیښو زیانمنې کړې کورنۍ یې مرستو ته اړتیا لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist