Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ولسي جرګې غړي: د کمروزې رهبرۍ له امله یو شمېر ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلي.

admin by admin
2021/06/20

د ولسي جرګې یو شمېر غړي  پر  امنیتي او دفاعي مسوولینو نیوکې کوي، چې د کمزورې رهبرۍ له کبله یې یو شمېر ولسوالۍ ونه شوې ساتلی.

 دوی وایي، پر وخت د سرتېرو نه اکمالول او له کلابندۍ نه اېستل دوه هغه لاملونه دي،چې افغان‌ ځواکونه پوستې وسله ‌والو ته پرېږدي.

د ولسي جړې غړی عباس ابراهیم زاده وايي: «  د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارت هغه شان  سوق او اداره او د جګړې لپاره یې  چمتوالی،چې باید لرلی وای،دوی نه درلود. هره ولسوالۍ کې دوی له ۵ یا ۱۰ پولیسو زیات نه درلودل. په ورته وخت کې طالبانو پر ولسوالیو باندې برېدونو ته زور ورکړ او هغه ۵ یا ۱۰ کسان چې هلته ول، دفاع یې نه شوی کولائ او اړ کېدل، چې شاتګ وکړي. »

د پوځي چارو شنونکی ثمرسادات  وايي: «  دا د افغانستان حکومت او خلکو ته ښه خبر نه دی. د یوې ولسوالۍ له لاسه وتل د یوې ودانۍ او  د پولیسو دوو پوستو له لاسه ورکولو په مانا نه دي. د یوې ولسوالۍ له لاسه وتل  د  یوې جعرافیې له لاسه ورکول دي.»

د طالبانو لاسته لوېدلو ولسوالیو یو شمېر یې پرته له مقاومته پرېښودل شوي او  ځنې بیا له اوږدې کلابندۍ وروسته نیول شوي، خو د ولسوالیو او پوستو د پرېښودو لپاره د قومي او سیمه ییزو مشرانو منځګړیتوب بیا نوې څه دي،چې له نیوکو او غبرګونونو سره مخ دي. 

د ولسي جګړې غړی عباس ابراهیم زاده وايي: «  د سیمې مشرانو له طالبانو او حکومت دواړو سره اړېکې لري. د دې لپاره، چې اقتصادي زیان ورته ونه رسېږي، غواړي، بې له جګړې او وېنې توییدنې  پولیس طالبانو ته پوستې پرېږدي.»

د ولسي جرګې غړی اسماعیل اتیکان وايي: «  زما په اند طالبانو ته د ولسوالۍ پرېښودل امنیتي راز نه، بلکې د طالبانو فشار دی. دولت د دې توان نه لري، ځکه په لوړو پوستونو کې یې داسې کسان ګومارلي، چې هغوی نه شي کولی، جګړه مخ  ته یوسي. »

په پرله پسې توګه د ولسوالیو او امنیتي پوستو د  طالبانو لاسته لوېدل پر حکومتي مشرانو د خلکو نیوکې زیاتې کړي،خو د ولسمشر لومړي مرستیال د زابل شینکۍ ولسوالۍ د طالبانو له لوري نیول اطلاعاتي راز بللی او په وینا یې، نه غواړي څوک پرې پوه شي.

د  ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي: « د ملي اردو ځواکونو د څرنګوالي له ‌مخې، د زابل شینکۍ  ولسوالۍ یو اطلاعاتي راز دی. په دغسې حالاتو کې اړتیا نه شته،چې هغه عملیاتي محرمیت د بیان ازادۍ په نوم افشاء شي او دښمن له هغه ګټه پورته کړي.»

یوازې د شنبې په ورځ جګړو کې وسله ‌والو طالبانو د شپږ ولسوالیو د نیولو ادعا کړې، خو ملي دفاع وزارت په دې اړه  څه نه وايي او له خبرو کولو ډډه کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist