Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ولسمشر غني ټویټ پاکستان ولړزاوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/07

په ټولنیزو رسنیو کې د ولسمشر غني ټویټ د پاکستان حکومت ولړزاوه.

ولسمشر غني په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې پر سوله ییزو لاریون کوونکو د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه وښوده چې د پاکستان حکومت یې غوصه کړ.

د ولسمشر په غبرګون کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر ټویټر ولیکل چې دغه څرګندونې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده. 

خو بل لور ته په ټولنیزو رسنیو کې د ولسمشر غني ټویټ د لر او بر افغانانو او بلوڅانو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.

د ارمان لوڼي له وژنې وروسته په افغانستان، پښتونخوا او د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د پاکستان د ریاست خلاف لاریونونه پیل شول او د پاکستان ریاست یې د پښتنو په نسل وژنې تورن کړ.

د لاریونونو له پیل راهېسې د پاکستان پوځ د ښځو په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېری غړي ونیول چې یو شمېر لا تر اوسه نادرکه دي.

د تاوتریخوالي په دوام سره د ولسمشر غني د صبر کاسه نسکوره شوه او پر سوله ییزو لاریون کوونکو یې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ وباله.

ولسمشر غني  داسې لیکلي ((د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې د سوله ییزو او مدني فعالانو او معترضانو په ضد تشدد مخ په زیاتېدو دی چې د بشري حقونو نړیوال سازمانونه، رسنۍ او حتا د پاکستان مدني او سیاسي بنسټونه هم دغه مخ په زیاتېدونکی تشدد تاييدوي او جدي اندېښنه ښيي.))

ولسمشر غني که څه هم د پاکستان نوم نه دی اخېستی، خو ژوره اندېښنه یې ښودلې چې دغسې لاریونونو مخالفت کېږي.

ولسمشر غني داسې لیکلي ((سیمه د مذهبي افراطیت او ترهګرۍ له جدي ګواښ سره مخ ده، د هر مسوول دولت اخلاقي دنده ده چې د دغه ډول مدني فعالیتونو ملاتړ وکړي، خو له بده مرغه له دوی سره برعکس چلند کېږي. په داسې وخت کې زموږ لپاره د سوله ییزو اعتراضونو او مدني فعالانو ځپل نه یوازې د ژورې اندېښنې خبره ده، بلکې ټولې سیمې ته منفي پایلې لرلای شي.))

د ولسمشر غني ټویټ په ټولنیزو رسنیو کې د لر او بر افغان ولسونو او بلوڅانو له لوري وستایل شو او تود هرکلی یې ترې وکړ.

بشرا ګوهر داسې لیکلي ((د اندېښنو په تړاو ډېره مننه! د سیمې مشرانو ته اړتیا ده چې د بشر حقونه خپل لومړیتوب وګرځوي. د عدالت غوښتنې او اساسي حقونو په برخه کې موږ د پاکستان له پارلمان او سیاسیونو هم د قوي ملاتړ غوښتنه کوو.))

امرالله صالح داسې ویلي ((زه پر افغان مدني ټولنو غږ کوم چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې له سوله ییزو مدني فعالانو سره خواخوږي وښيي. موږ یو له بل سره جغرافیوي، تاریخي او کلتوري اړیکي لرو.))

پر ټولنیزو رسنیو د ولسمشر غني د ملاتړ له زیاتوالي او د ټویټ له هرکلي وروسته د پاکستان حکومت غبرګون وښود او د ولسمشر څرګندونې یې د پاکستان په چارو کې لاسوهنه وبلله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي داسې لیکلي ((موږ د ولسمشر غني ټویټ ردوو. دغه ډول نامسوولانه ستره مداخله ده. افغان رهبرۍ ته اړتیا ده چې د افغانانو پر جدي ستونزو تمرکز وکړي.))

تر اوسه افغان حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په ځواب څه نه دي ویلي.

د پښتون ژغورنې د ملاتړ په موخه دا د ولسمشر غني دویم ټویټ دی چې له تېرو دوو اونیو راهېسې پر پښتنو مدني فعالانو او لاریون کوونکو له تاوتریخوالي وروسته د ولسمشر لومړی ټویټ دی چې د پاکستان غوصه یې راپارولې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist