Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ هوکړه لاسلیک شوه

admin by admin
2020/05/17

له اوږدو جنجالونو وروسته بالاخره د ولسمشر غني او مخکیني اجرایه رییس عبدالله عبدالله ترمنځ هوکړه لاسلیک شوه.

د ولسمشریزو ټاکنو له نهايي پاېلو وروسته چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون محمد اشرف غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ او ټاکنیزه وثیقه یې ورکړه د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله ځان د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ او ولسمشر غني سره یې په یو وخت د لوړې مراسم ترسره کړل چې په کور دننه او بهر له نیوکو او اندېښنو سره مل وو.

د زلمي خلیلزاد سربېره مخکني ولسمشر حامدکرزي، جهادي مشر استاد سیاف او کریم خلیلي د ارګ او اجرایه ریاست ترمنځ جوړجاړي لپاره میاشتې منځګړي و او بالاخره ولسمشر غني او عبدالله هوکړه وکړه.

د هوکړې له مخې به عبدالله عبدالله د ملي مصالحې عالي شورا مشر وي او د والیانو او ځینو ادارو لپاره د مشرانو د ګمارنې تر څنګ به کابینه کې نیمه برخه ولري.

هوکړه کې جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبه او د دولت عالي شورا غړیتوب هم منل شوی  دی.

دا پریکړه خواله رسنیو کې غبرګونونه لري، خو د ولسمشر لومړی مرستیال وایي، د خلکو په رایو معامله نه ده شوې.

هوکړه کې واکونه او صلاحیتونه واضح شوي دي.

حکومت کې د عبدالله عبدالله ونډه ((د وزارتونو په شمول د کابینې معرفي کې پنځوس سلنه برخه، د ولسمشر د فرمان له مخې سترجنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشال اعزازي رتبه او ددولت عالي شورا غړیتوب.

د دواړو لورو د توافق په اساس د ولایتونو والیانو معرفي.

نوماندان به د قانوني شرایطو او ظرفیت له مخې ټاکل کېږي.

د اشخاصو تغیر، تبدیل او عزل به د دلایلو له مخې د ولسمشر له لوري ترسره کېږي.))

که څه هم د کابینې په معرفي کولو کې برخه په منځ نیمه ده خو د دواړو لورو واکونه او صلاحیتونه کم زیات دي.

د هوکړې له مخې د عبدالله عبدالله صلاحیتونه دغه ډول واضیح شوي (( د سولې چارو رهبري. د ملي مصالحې عالي شورا غونډو رهبري. د ملي مصالحې عالي شورا د مقاماتو او د شورا د اجرایوي کارمندانو معرفي کول او مقررول.))

د هوکړې لاسلیک سره سم یو شمېر خلکو د واک ویش باندې نیوکې کړي او اندېښنه یې ښودلې چې د تیر پنځه کلن حکومت تجربې به تکرار شي خو ځینو یې هرکلی کړی چې دغه هوکړه به شته جنجالونه پای ته ورسوي او د سولې خبرو پيل ته به افغانان ور نږدې کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist