Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره تقویتي نوم لیکنه پيل شوه

admin by admin
2019/06/08

له غزني ولایت پرته نور په ټولو  ولایتونو کې د ولسمشریز ټاکنو لپاره د تقویتي نوم لیکنې بهیر پيل شو.

نن رسماً په ۳۳ ولایتونو کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره تقویتي نوم لیکنه پیل شوه.

دغه بهیر به شل ورځې دوام وکړي او هغه کسان نوم لیکنه کولی شي چې تازه اتلس کلن شوي وي، له مهاجرت راستانه شوي وي او یا یې پخوا نوم لیکنه نه وي کړي.

ټاکنو کمېسیون ډاډه دی چې نړیواله ټولنه ورسره مرسته کوي چې له زماني مهالویش سره سم مخته لاړ شي.

د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره رسمآ د تقویتي نوم لیکنې بهیر د جوزا له اتلسمې د سرطان تر اتمې چې ټول شل ورځې کېږي، پیل شو.

ټاکنو کمېسیون وایي، له غزني پرته د ټول هېواد په کچه ۴۵۸ مرکزونو کې تقویتي نوم لیکنه کېږي او په غزني کې بیا عادي نوم لیکنه کېږي.

د رايې ورکولو پر شرايطو برابر هغه کسان په تقویتي نوم لیکنه کې شامل دي چې تازه هېواد ته راستانه شوي وي، یا د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې له نوم‌ لیکنې پاتې شوي او یا یې هم روان کال قانوني سن اتلس کلنۍ ته رسېدلی وي.

د عامه نوم لیکنې لپاره بیا په غزني کې ۲۴۷ مرکزونه پرانستي دي، خو په ټوله کې د هېواد ټول مرکزونه د جمعې ورځې په ګډون هر سهار له ۷ بجو د مازدیګر تر څلور بجو پرانستي وي او خلک کولی شي نوم لیکنه وکړي خو په یاد مو وي چې د نوم لیکنې پر مهال اصلي تذکره باید له ځان سره ولرئ.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist