Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ودونو تالارونو ټولنې خبرداری؛ د راتلوونکې اوونۍ تر پایه بېرته فعالیت پیل کوو

admin by admin
2021/06/30

په کابل کې د ودونو تالارونو  ټولنې مسوولینو د یوه خبري کنفرانس پر مهال خبرداری ورکړ،چې د راتلونکې اوونۍ تر پایه به خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.

د یادې ټولنې مرستیال بېژن وايي، د روغتیا وزارت له لوري وضع شویو محدودیتونو ورته میلیونونه افغانۍ تاوان اړولی دی.

بېژن زیاته کړه: « د ودونو تالارونه د روان ۱۴۰۰ کال د چنګاښ میاشتې پر ۱۹ نیټه د روغتیايي سپارښتونو په مراعت سره بېرته خپل فعالیت ته دوام ورکوي.»

سره له دې چې عامې روغتیا وزارت په ټولو هغو ځایونو د فعالیت د بندیز پرېکړه کړې وه،چې ګڼه ګوڼه په کې زیاته وه او د کورونا وبا د خپرېدو چانس پکې ډېر و، خو دا ټولنه یې په دوه ګوني چلند تورنوي او وايي، پرېکړه یې عادلانه او سرتاسري نه ده.

پر عامې روغتیا وزارت داسې مهال نیوکې او فشارونه زیاتې شوي،چې رهبري یې د کورونا وبا پر مدیریت تمرکز کوي او هڅه کوي، د دې محدودیتونو په مرسته یې ګواښ راکم کړي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند مېروس علیزی وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۰۱ کسان پر کورونا وبا اخته شوي او ۷۷ کسان ترې مړه شوي دي.

علیزي زیاته کړه:« په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴ زره ۷۹۹ مشکوک کسان  د کورونا ناروغۍ له پاره د هېواد په ټولو دولتي او خصوصي لابراتورونو کې ټیسټ شوي، له ډلې یې ۱۵۰۱ کسان مثبت شوي دي. له دې سره هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۱۸ زرو ۶۵۹ ته ورسېد. په یاده موده کې ۸۱۱ کسان بېرته روغ شوي  او متاسفانه ۷۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»

دا یوازې د هوټلونو ټولنه نه ده،چې د عامې روغتیا وزارت له لوري پر وضع شويو محدودیتونو یې نیوکه کړې،بلکې  د دوشنبې په ورځ د یو شمېر خصوصي ښوونځیو او پوهنتونونو مسوولینو روغتیا وزارت ته خبرداری ورکړ،چې کرنتین ماتوي او د ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پرمخ خلاصوي.

عامې روغتیا وزارت هم تائیدوي چې د وضع شویو محدودیتونو له امله له سخت فشار سره مخ دی،چې په دې برخه کې یې د یوې کمېټې د جوړېدو خبره کړې او وايي، د اوونۍ تر پایه به یې د زده کړو د مرکزونو او تړل شویو صنفونو په تړاو پرېکړه نهایي کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026
خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي
افغانستان

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026
پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې
افغانستان

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist