Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فطرت: اسلامي امارت په سیاسي او اقتصادي انزوا کې نه دی

د واشنګټن پوسټ راپور ته د اسلامي امارت غبرګون؛ افغانستان کې د امریکا پاتې وسلې د پاکستان ناامنیو کې نه کارول کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/16

اسلامي ا مارت د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هغه ادعاوې ردوي چې د تېر نظام له سقوط وروسته افغانستان کې پاتې امریکايي وسلې په خیبرپښتونخوا، بلوچستان او پاکستان کې د وسلوالو ډلو لاس ته ورغلې دي.

دغې ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو په حواله ويلي، په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې له وسلوالو سره د جګړې پرمهال د پاکستاني ځواکونو له لوري نیول شوې وسلې، د هغو وسلو برخه دي چې امریکا په افغانستان کې پخوانيو ځواکونو ته ورکړې وې.

خو د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت بیا وايي، د مخکېني نظام له سقوط او د امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوې وسلې خوندي دي او د افغانستان د دفاع لپاره به ترې کار اخیستل کېږي.

فطرت په خیبرپښتونخوا، بلوچستان او پاکستان کې له وسله والو سره د امریکايي وسلو شواهدو ته په اشارې وايي، دا وسلې د هغو امریکايي وسلو برخه ده چې د کراچۍ بندر له لارې به په افغانستان کې دېره بهرنيو ځواکونو ته د انتقال پر مهال په لاره کې غلا کېدې او اوس په پاکستان کې د وسلو تور بازار له لارې آزادانه پلورل کېږي.

فطرت په دې ا ړه  وايي: « هغه امریکايي وسلې چې د  ۲۰ کاله جګړې پر مهال افغانستان ته راغلې دي، هغه له ډېرې پخوا راهیسې په تور بازار کې موجودې وې او دا هېڅکله دا مانا نه لري، که له چا سره امریکايي وسلې وي، دا به له افغانستانه ور رسېدلې وي. کله چې د پاکستان د کراچۍ بندر او نورو لارو د اشغالګرو ځواکونو اکمالات کېدل او لوجسټیکي کاروانونه یې له پاکستان تېرېدل، دا په ځلونو پېښه شوې چې کانټینرونه مات شوي، وسلې او تجهزات ترې د پاکستان تور بازار ته رسېدلي.»

په ورته مهال  د پوځي چارو شنونکي د پاکستان په ناامنيو کې د افغانستان لاس لرلو ادعاوو ته په غبرګون کې وايي، له څو لسیزو راهیسې پاکستاني چارواکو تل د خپلو سیاسي موخو لپاره د افغانستان هر اړخيز وضعيت ننګولی.

د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « کومې خبرې چې موږ یې د پاکستان په اړه کوو، دا هسې د اوسپنو ټکول دي. پاکستان په افغانستان کې سیاسي اهداف لري. د دې لپاره چې د پاکستاني چارواکو خوله وربنده شي، باید قاطع ځواب ورکړل شي. د شهباز شریف کورنۍ د افغانستان په بربادۍ، ورانولو او د خلکو په وژلو کې لاس لري.»

ځينې نور بیا وايي، پاکستان له اوږدې مودې راهيسې تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې د ناقانونه وسلو د پېر او پلور زمينه برابره کړې او په خبره يې په دې توګه يې هغو ډلو ته د تسليحاتي تمويل فرصت برابر کړی چې د افغانستان په شمول په نورو هېوادونو کې ترې د ناامنيو لپاره استفاده کوي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « پاکستان خپله د غیرقانوني وسلو د خرید او فروش ځای دی. له نن ۵۰ کاله مخکې هم پخوانیو مجاهدینو وسله په پاکستان کې اخیسته. په تېرو ۲۰ کالو کې چې کومې وسلې د پاکستان له لارې افغانستان ته راتلې، په لارو کې د پاکستانیانو له خوا غلا کېدې او بیا په وسله والو ډلو پلورل کېدې. خپله طالبانو هم د پیسو په بدل کې له دغو وسله ګټه اخیستې. په وزیرستان کې د لرې واټن ویشتونکو توغندیو په ګډون هر ډول سپکې او درنې وسلې په آزاد ډول پلورل کېږي.»

په دې وروستیو کې د پاکستان لومړي وزیر په ګډون د دې هېواد یو شمېر لوړ پوړو چارواکو په کراتو ادعا کړې چې په افغانستان کې پاتې شوې امریکايي وسلې په پاکستان کې د وسله والو ډلو لاس ته له لوېدو وروسته، د دې هېواد امنيتي ثبات له جدي ګواښونو سره مخ دی. 

خو اسلامي امارت هرځل د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې دي او له امریکا پاتې شوې وسلې یې ټولې د حکومت په واک کې خوندي بللې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist