Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هېواد په ۲۱ ولايتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین دويم فرعي کمپاين پیل شو

د هېواد په ۲۱ ولايتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین دويم فرعي کمپاين پیل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/27

د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ د (۱۴۰۲ کال د کب پر ۷ مه) په ۲۱ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین دويم فرعي کمپاين پیل کړ.

د ياد وزارت د مالوماتو له مخې، دغه کمپاين په کابل، کاپیسا، پروان، لغمان، نورستان، ننګرهار، کنړ، بغلان، کندوز، تخار، هلمند، کندهار، زابل، اروزګان، نیمروز، غزني، خوست ، پکتیا، پکتیکا، فراه او هرات ولایتونو کې پيل شوی او په لړ کې به يې شاوخوا ۷.۶ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړل شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي: « د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پيل شو، دغه کمپاین چې څلور ورځې به دوام ولري د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې به د ۷.۶ میلیونه شاوخوا ماشومانو ته به د پولیو واکسین تطبیق کړي. د دې واکسین د تطبیق موخه په افغانستان کې د پولیو ناروغیو مخنیوی دی، الحمدالله اوس د مخکې په پرتله افغانستان کې د پولیو واقعیات راکم شوې دي. په دا وروستیو کې په افغانستان کې د پولیو لابراتوار جوړول هغه څه دي چې په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره زموږ ژمنتیا ښي.»

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، دا کمپاین به د روان کال د فبرورۍ له ۲۶ تر ۲۹نېټې پورې دوام وکړي.

په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې د ياد وزارت د سرپرست له قوله ويل شوي، له نړیوالو ادارو سره په ګډه پر هغو لارو چارو کار کوي چې له مخې یې د ګوزڼ ناروغۍ مخنيوی کېدای شي.

له دې سره يو شمېر ډاکټران پولیو یوه لاعلاجه ناروغي بولي او زياتوي، چې په له منځه وړلو کې يې بايد حکومت او ملت دواړه له يوه او بل سره همکار شي.

ډاکټر علي قمری وايي: « لکه څنګه چې پولیو ویروس یوه ساري ویروسي او ډېره ګواښونکي ناروغي ده، چې د دایمي فلج یا کوزڼ د رامنځته کېدو لامل کېږي؛ نو له دې امله مو له ټولو کورنیو غوښتنه دا ده، چې کله یو واکسیناتور ستاسې تر کورونو درځي نو د ښه راغلاست ترڅنګ خپل ټول هغه ماشومان چې له پنځه کلنۍ کم عمر لري واکسین کړئ، ځکه د پولیو واکسین دوه څاڅکي کولی شي ستاسو د ماشومانو ژوند وژغوري او په ټوله کې افغانستان له دې ګواښکونکي ویروس څخه پاک شي.»

یو شمېر نور ډاکټران له هېوادوالو غواړي چې خپل ماشومان پر وخت واکسین کړي څو له دغې ویروسي ناروغۍ په امان شي.

دوی وايي، د ګوزڼ ضد واکسین په اړه منفي باورونه ناسم دي او زياتوي، چې خلک بايد د ورته باورونو له مخې د خپلو ماشومانو راتلونکی له ګواښ سره مخ نه کړي.

ډ‌اکټر کمين ساپی وايي: « له والدینو مو غوښتنه دا ده چې د پولیو یا کوزڼ واکسینونه پر خپل وخت خپلو ماشومانو ته وکړي تر څو له دې ویروس او ناروغۍ سره مو ماشومان مخ نه شي. ډېری وخت د والدینو له ناغېړۍ او د واکسین د نه تطبیق له امله دغه ګراف او کچه لوړه ځي.»

دا کمپاین په داسې حال کې پٍيل کېږي چې څه موده وړاندې په کابل کې د عامې روغتیا وزارت له لورې د ګوزڼ د تشخیص یو مرکز فعال او ګټي اخېستنې ته وسپارل شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist