Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هېواد په ختیځ کې زلزلې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د هېواد په ختیځ کې زلزلې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/02

د هېواد په ختیځ او شمال ختیځ کې مرګونې زلزلې چې د شدت کچه يې د ريښتر ۶.۴ درجې ښودل شوې، یو شمېر ولایتونه یې سخت لړزولي او پراخ ځاني او مالي زیانونه يې اړولي دي.

د اسلامي امارت ویاند د پېښې د لومړنیو جزئیاتو وړاندې کولو په تړاو خبري کنفرانس کې د زورورې زلزلې د مرګ ژوبلې شمېر شاوخوا ۴ زره کسان اعلان کړ او وې ویل چې ډېری سیمو ته لا د ژغورنې ټيمونه نه دي رسېدلي او ښايي مرګ ژوبله له دې هم لوړه شي.

د ذبیح‌الله مجاهد په خبره، د دې پېښې ډېری قربانیان په کونړ کې دي. د لومړنيو شمېرو له مخې د دې ولایت په نورګېل، څوکۍ، ماڼوګي، چپې ‌درې او وټه ‌پور ولسوالیو کې له ۸۰۰ ډېر کسان شهیدان او ۲۵۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه وايي: « په کونړ کې په عمومي ډول تر اوسه پورې د ۸۰۰ تنو شهیدانو راپور لرو(انا لله و انا الیه راجعون). همدارنګه ۲۵۰۰ تنه ژوبل شوي. د پېښې محل نورګېل، څوکۍ، وټه پور، ماڼوګي او چپه دره ولسوالۍ او ځینې نورې سیمې دي. د نورګېل ولسوالۍ مزاردره کلي ته د ژغورنې ټیمونه رسېدلي، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې جزئیات نه دي رسېدلي، چې ښايي د مرګ ژوبله کچه لوړه کړي.»       

مجاهد دغه راز وايي، یادې زلزلې د کونړ ترڅنګ په ننګرهار، لغمان، نورستان او پنجشېر ولایتونو کې هم له یو شمېر کسانو ژوند اخیستی، ژوبل کړي او کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د نوموړي په خبره، زلزله ځپلو سیمو ته د رسېدنې او د ټپیان او شهیدان د انتقال په موخه ګڼې الوتنې شوې او ګڼ روغتیايي او مرستندویه ډلې زيانمنو شویو سیمو ته استول شوي دي.

په دې اړه د غمشریکۍ پیغام کې حکومت ګڼو وزارتونو او دولتي ادارو ته امر کړی چې زيانمنو شویو سيمو ته د رسېدو او د اړینو مرستو رسولو چارې ترسره کړي.

د اسلامي امارت ریاست الوزرا د بېړنيو اقداماتو لپاره ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند په دې اړه وايي: « د عاجلې رسېدنې لپاره د ریاست الوزرا له خوا زر لکه(۱۰۰ میلیونه) افغانۍ ځانګړې شوې، ترڅو په مختلفو برخو کې ټیمونه وګوماري او د اړمنو کسانو روغتیايي، خوراکي، لباسي او هر ډول اړتیاوې پوره کړي. همدارنګه لارښونه شوې چې هرڅومره پیسو ته اړتیا وي، د ریاست الوزا مقام یې ورکولو ته چمتو دی.»

د اسلامي امارت ویاند دغه راز زیاتوي، له زلزله ځپلو سره د مرستو د جلب او شفافې ویشنې په موخه ځانګړې حکومتي کمېټه جوړه شوې، سوداګر، پانګوال او عام هېواد کولی شي له همدې لارې خپلې مرستې وکړي.

د اسلامي امارت ویاند وايي: « له ټولو خیریه بنسټونو، تجارانو او عامو افغانانو څخه غوښتنه کوو چې له خپلو زلزله ځپلو خلکو سره مرستې ته را ودانګي او په دې سختو شرایطو کې د خپلو متضررو هېوادوالو لاسنیوی وکړي. د مرستو د ښه تنظیم لپاره لارښونه کېږي چې هر ډول مرستې باید د ټاکل شوې کمېټې له خوا تنظیم شي، ترڅو شفافیت رامنځته او تر مستحقو کسانو ورسول شي.»

د امریکا  ځمک پېژندنې سروې د مالوماتو له مخې، دغه زلزله چې مرکز یې د کونړ سیمه یاده شوې، اصلي مرکز یې تر ځمکې لاندې ۸ کیلومترۍ کې و او د افغانستان په ګډون یې د پاکستان، هند او د یو شمېر نورو هېوادونو ځینې سیمې هم لړزولې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist