Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هېواد پر کچه له ۵۰ زرو طالب‌العلمانو ازموينه واخېستل شوه

د هېواد پر کچه له ۵۰ زرو طالب‌العلمانو ازموينه واخېستل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/21

د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو د جهادي مدارسو او ديني علمانو شورا په همکارۍ د هېواد پر کچه د مدرسو له زده‌کوونکوعمومي ازموینه واخېستله.

په دې ازموینه کې ۵۰ زره طالب‌العلمانو ګډون کړی و چې په کې د ثانوي، عالمیه او عالیه درجو زده‌کوونکو څخه  په خپلو مربوطه ولایتونو کې ازموینه واخېستل شوه.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ضیاء الله هاشمي وايي، یاده ازموینه په درېیو کټګوریو کې ترسره شوې او بریالیو کسانو ته به د دولسم ټولګي، لېسانس او ماسټرۍ سندونه ورکړل شي.

هاشمي زیاتوي: « په ټولو ولایتونو کې د عالمیه، عالیه او ثانوي درجې ازموینه اخلي، د یادونې وړ ده، چې په یاده ازموینه کې نږدې ۵۰ زره کسان ګډون کوي. د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو له لوري ټاکل شوي ټیمونه ټولو ولایتونو ته استول شوي او بشپړ چمتووالی لري. موږ طالب‌العلمانو او علماوو کرامو ته ډاډ ورکوو چې یاده پروسه به کاملا شفافه او په عادلانه توګه ترسره کېږي.» 

خو د پوهنتون استادان وايي، اړتيا ده چې له ورته ازموينو وړاندې د مدرسو او ښوونځيو د نصابونو مقايسوي ارزونه وشي او په پایله کې يې د زده‌کوونکو د سويې تثبيت په موخه معيارونه تعريف شي.

د پوهنتون استاد اسلم دانشمل وايي: « دوی ته باید یو لړ معیارونه وټاکل شي او د هغو معیارونو پر بنسټ له دوی ازموینه واخېستل شي او مشخصاً په همدې برخه کې دوی ارزیابي شي او اسناد ورکول شي، ځکه که دوی ته د لېسانس سند ورکول کېږي نو د کوم معیار پر بنسټ دا سند ورکول کېږي، او وکتل شي، چې ایا د مدارسو نصاب د شریعاتو پوهنځي له نصاب سره څومره برابر دی.»

ځيني نور کارپوهان بيا وايي، دا چې په ازموينه کې ګډنوالو کسانو د ديني زده‌کړو نصاب لوستی، نو په همدې برخه کې دې يې سويه تثبيت او دغه راز دې د لوړو زده‌کړو په موخه په پوهنتونونو کې د شرعياتو پوهنځيو ته جذب شي.

‌د پوهنتون استاد محمد اصف ستانکزی وايي: « دې لپاره چې ورته نورو پوهنځیو کې دوی زده کړې وکړي؛ نو ښه به دا وي چې اسلامي امارت د مدرسو په نصاب کې عصري علومو ته هم ځای ورکړي، څو په راتلونکې کې دا زده کوونکي په عصري علومو، لکه: د ډاکټرۍ، انجنیرۍ، حقوقو، سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې هم مثبت او اغېزناک ثابت شي او د افغانستان لپاره یوه پانګه شي.»     

دا ازموینه په داسې حال کې اخېستل کېږي، چې له دوو کلونو راپدېخوا د نجونو پرمخ د ښوونځیو او کابو یوه کال راهېسې د پوهنتونونو دروازې تړل شوي دي او د خلکو له غوښتنو سربېره هم د زده‌کړو اجازه نه ده ورکړل شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist