Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د هېواد شمال کې د تاوتریخوالي زیاتوالي د مرکزي اسیا هېوادونه اندېښمن کړي

admin by admin
2021/07/22

روسیه او د مرکزي اسیا هېوادونه د افغانستان په شمال کې د جګړې او هلته د وسلوالو ډلو ځای پرځای کېدو څخه په ویره کې دي.

اوس دغو هېوادونو تابیاوې نیولي چې د افغانستان پولو کې خپل پوځي حضور پیداکړاو پوځي مانورونه وکړي.

له مخکې د پوځي تمریناتو پیل هغو ډلو ته خبرداری ده،چې هدف یې د د غوهېوادونو نارامه کېدل دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت:« امریکا اوس مهال په دې لټه کې ده،چې د افغانستان شااوخوا کې پوځي اډې ولري او له دې ځایه د دې هېواد وضیعت وڅاري. امریکا به له دې پوځي اډو په افغانستان کې هوایي بریدونه تنظیموي او هغه سیمې به په نښه کوي،چې د دوی ګټو ته په کې خطر جوړوي.»

د افغانستان په شمال کې د طالبانو علاوه نور وسلوال چې د مرکزي اسیا هېوادونو راغلي،هم فعال دي.

د ازبکستان او تاجکستان اسلامي غورځنګ سره بېره چیچن وسله وال هغه څه دي،چې یوې ګډې مبارزې ته اړتیا لري.

خو د افغانستان پولو ته نږدې مانورونه په څه مانا دي؟

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی په دې اړه داسې وايي:« د مرکزي اسیا هېوادونو او روسې ګډ پوځي مانورونو مقصد او هدف داده،چې دوی متوجې شولؤچې د افغانستان  شمال کې جګړه ډېر توده شوې او مخنیوي لپاره یې په پوځي مانورونو پیل کړی دی، ترڅو وکولای شي د افراطي ډلو لکه القاعده ، داعش لشکر طیبه او طالبانو مخه ونیسي.»

مسکو د همدې ګواښونو لپاره طالبان وربلل وو.

د طالبانو ډاډ دا ده،چې له هېوادونو سره داسې اړیکې غواړي،چې نه دوی او نه نور هېوادونه یو بل ته ګواښ پېښ کړي.

د دې ګواښ د خطر کمېدل دې پورې اړه لري،چې طالبانو سره یو داسې جوړجاړی وشي،چې ټول لوري په یو ګډ حکومت جوړ شي.

خو کا طالبان کابل په زور ونیسي دا هرڅه له یوې تباهۍ سره مخ کېدونکي دي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی سید اسحاق ګیلاني وايي:« که چېرې طالبان کابل په زور ونیسي،هېڅ یو هېواد به حاضر نه شي،چې په رسمیت  یې وپېژني. دا به لویه ستونزه  د هغه حکومت لپاره وي.

که چېرې د طالبانو او سیاسیونو ترمنځ داسې توافق وشي،چې لنډ مهالی حکومت یو کال دوه کاله پورې مخکې لاړ شي او وروسته انتخابات وشي، موږ به د افغانستان سیاسي حیثیت په بین اللملي ټولنه ساتلی وي، بغیر له دې به موږ داسې صدمې سره مخ شو،چې بیا به ګاونډ هېوادونه هم موږ په رسمیت ونه پېژني.»

د افغانستان حکومت وایي، د ترهګرۍ له ګواښ سره ټوله نړۍ مخ ده.

د افغان امنیتي او دفاعي سکتور ویاند اجمل عمر شینواری وایي،که چېرته د سیمې او نړۍ هېوادونو همکاري ونه کړي، دا ګواښ به دوی ته متوجې وي.

هغه وايي، اوس مهال یوازې افغانان دي،چې د جګړې په ډګر کې له وسله والو ډلو سره پر مبارزه بوخت دي.

شینواري زیاته کړه:«ګاونډي هېوادونه نه بلکې ټوله نړۍ له دې خطر څخه تشویش لري.دوی ته اړینه ده،چې  د افغانستان له حکومت سره تعهدات وکړي او عملا هم د افغانستان له  اسلامي دولته ملاتړ وکړي. دا جګړه چې افغانان یې لومړۍ کرښه کې واقع دي، ټول نړیوال باید ذی دخل اوسي په دې چې دا جګړه چې موږ ورسره لومړۍ کرښه کې یو،صدمه یې ټولې نړۍ ته چې پخوا هم رسېدلې، که بیا پاملرنه  ورته ونه شي،خطر به یې ټولو ته متوجې شي.»

د سیمې هېوادونه روسیه او چین هڅه کوي، په افغانستان کې د جګړې ګواښ راکم کړي.

دغه هېوادونه اوس له دې امله هم اندېښمن دي،چې امریکا ورته د افغانستان مسله ناحل پرېښې ده او مسولیت یې دوی ته متوجه کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist