Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده

د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/29

د هند نړیوالو چارو شورا د یوې هندۍ لیکوالې انویشا ګوش هغه تحلیلي څېړنه خپره کړې چې د نوي ډيلي او کابل د سیاسي تعامل څرنګوالی او راتلونکو دوه اړخیزو اړیکو ته په کې تفصیلي کتنه شوې.

د لیکوالې په باور، د مې پر ۱۵مه د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست او د هند بهرنیو چارو وزير ترمنځ ټیلفوني خبرې د کابل پر وړاندې د نوي ډيلي د ډېپلوماسیو یو نرم  او بدلون راوستونکي دریځ روښانه کړ.

د دې تحلیلي څېړنې له مخې، هند به د افغانستان له سرپرست حکومت سره د ښکېلتیا سټراټيژي په دوامداره توګه و ارزوي، خو د اړیکو ساتل به د ملي ګټو خوندي کولو، سیمه ‌يیزثبات او له افغانانو سره د تلپاتې همکاریو لپاره، له پامه ونه غورځوي.

لیکوالې انویشا ګوش لیکلي:« د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د مې پر ۱۵مه، د هند او طالبانو ترمنځ د وزیرانو پر کچه ټیلفونې خبرې وشوې. هند د افغانستان پر وړاندې نرمه، خو د بدلون لپاره مهمه پالیسي تعقیبوي او دغه راز دا تعامل د هند یو عمل محوره دریځ څرګندوي چې موخه یې د ملي ګټو خوندي کول، د سیمه ‌يیز ثبات پیاوړتیا او د افغان ولس ملاتړ دی.»  

نوموړې په دې تحلیلي څېړنه کې د کابل او نوي ډيلي ترمنځ د تعامل ځينو اندېښنو ته هم اشاره کړې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم او کار محدودیتونه، د لږکیو حقونه او ټولشموله حکومت نه موجودیت يې د هند لپاره د نړیوال دریځ په انډول ساتلو کې ننګونې بللې دي.

هند او افغانستان د تاریخي، کلتوري او سیاسي اړیکو اوږده مخینه لري، خو د سیاسي تحولاتو له امله کله ناکله دغه اړیکې او تعاملات پیکه شي.

 اوس پوښتنه دا ده چې د سیمه‌ ییز تعامل لپاره د هند تعامل څومره مهم دی؟

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « هند خامخا له افغانستان سره اړیکې غواړي؛ ځکه هغوی د افغانستان له خاورې د مرکزي آسیا ټرانزیټ ته اړتیا لري او دغه  راز د مرکزي آسیا هېوادونه هم غواړي د سوېلي آسیا له هېوادونو سره وصل شي. دا یو ډېرښه فرصت دی او د افغانستان پر ګټه یوه کړنه ده او د اسلامي امارت چارواکي هم باید دې ته یو تدبیر او چمتوالی ولري. هند یو بې غرضه هېواد دی او تل یې له افغانستان سره بلاعوضه مرستې کړې او تاریخي اړیکې هم لري. دغه راز هند په سیمه کې ډېر ښه سیاست غوره کړی او په اوسنیو شرایطو کې د هند پر وړاندې د اسلامي امارت بهرنی سیاست هم ښه ارزول کېږي، داسې چې د نورو هېوادونو حساسیتونه نه راپورته کوي.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « هند په تېرو ۴۸ کالو کې د افغانستان په هر حالت کې له افغان ولس سره ډېرې مرستې کړې؛ د افغانستان ولس باید دا له یاده ونه باسي. زه هند ته ډاډ ورکوم چې د کابل له خوا د دوی پر وړاندې یو متوازن سیاست جریان لري. دا تل په تاریخ کې ثابته شوې چې له هند سره د افغانانو اړیکې ډېرې مثبتې وې.»

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته هند له افغانستان سره د خوړو او درملو په برخه کې  ګڼې مرستې کړې او د سیاسي تعامل، دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو او سوداګرۍ په برخه کې هم د کابل او نوي ډيلي د لوړې کچې چارواکو ترمنځ کتنې او بحثونه شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist