Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د هند نامتو سندرغاړې لتا منګېشکر د ۹۲ کلونو په عمر مړه شوه 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/07

د هندي، اردو او بنګالي ژبو نوموتې سندرغاړې لتا منګیشکر د یکشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د سلواغلې پر ۱۷ مه»  د کورونا وبا له امله د ۹۲ کلونو په عمر د هند ممبی ښار په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

منګېشکر چې د شپې بلبل په نوم مشهوره وه،پنځوس کاله یې د بالیووډ فلمونو پر سندرو تسلط درلود او هند کې تر ټولو لویه د پردې تر شاه سندرغاړې یاده شوې ده.

د هغې مړینې نه یوازې په هندې کې بلکې په ګڼو سویلي آسیا هېوادونو کې خلک خواشینې کړي او د هغې پر مړینه یې خواشیني ښودلې. 

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د لتا منګیشکر یادونه نه هېردونکي یاد کړي او د هغې له کورنی سره د خواخوږی لپاره ممبی ښار ته ورغلی دی.

مودي وايي:« دا تل زما لپاره ویاړ و،چې له لتا مې بې شمېره مینه ترلاسه کړې ده. له هغې سره به زما خبرې د تل لپاره نه هېریدونکي وي. زه د لتا منګېشکر د مړینې له کبله د هند ټولو خلکو ته تسلیت وایم. ما د هغې کورنی غړو سره خبرې وکړې او تسلیت مې ورته ووایه.» 

د هندي موسیقۍ اوسنی ستوری اې آر رحمان،چې په خپله له لتا منګېشکر سره نږدې پاتې شوی وایي،د هغې له غږ نه یوازې سلګونه زره کسانو زده کړي، بلکې له مرګ وروسته به یې هم له سندرو ډېر څه زده کړي.

رحمان زیاتوي:« دا زموږ ټولو لپاره یوه خواشینونکې ورځ ده. لتا منګېشکر یوازې د یوه جادویي غږ سمبول نه و،بلکې هغه د ټولو هندوستانیانو په زړونو او روحونو کې ځای لري. هغې د هندي شاعرۍ، اردو شاعرۍ او بنګالي شاعرۍ سندرې ویلي،چې د سلګونه میلیونه کسانو زړونه یې خپل کړي دي. زه ډاډمن یم،چې نوی نسل به د هغې له پاتې شویو سندرو ډېره زده کړه وکړي.» 

د هېواد دننه پخواني  افغان ولسمشر حامد کرزي هم د لتا مړینې ته خواشینې ښودلې او د هغې کورنی ترڅنګ د هند ټولو خلکو ته یې تسلیت ویلی دی.

کرزي زیاته کړې:«د لتا منګېشکر له غږ سره میلیونونه زړونه خوشالیدل. د هغې سندرې به پر نړیواله کچه تلپاتې او نه هېردونکې وي. زه د هغې د مړینې له کبله د هغې کورنۍ او ټول هند ته تسلیت وایم. د هند د شپې بلبل روح دې ښاد وي.» 

لتا منګېشکر په لومړي ځل د دیارلس کلونو په عمر مذهبي محفلونو کې د سندرو ویل پیل کړل،چې وروسته د هند سینما بالیووډ ته راغله او دې صنعت کې څه باندې پنځوس کاله سندرې وویلې. 

هغې په خپله کاري موده کې د موسیقۍ څه باندې ۱۲ ایوارډونه اخیستي،چې تر ټولو لوی هغه یې د بهارت راتنا په نوم د هند تر ټولو لوړ ملکي ایوارډ و،چې ۲۰۰۱ کال کې ورکړل شو.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist