Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د هند ناسته: ګډونوالو افغانستان کې د بشري ناورین پر ژر مخنیوي ټېنګار وکړ 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/10

د هند پلازمینه نوي ډهلي کې نن چهار شنبه د «۱۴۰۰ کال د لړم  پر ۱۹ مه» د افغانستانه په اړه ناسته ترسره شوه.

ناسته کې  د روسیې او ایران په  ګډون د اته هېوادونو د امنیت شورا سلاکارانو ګډون کړی و،د افغانستان په تړاو یې پرمهمو مسایلو خبرې وکړې او ځینې هیوادونو په‌ کې خپلې اندیښنې شریکې کړې.

دناستې ګډونوال وویل، افغانستان له یوه  ستر بشري ناروین سره مخ دی او د بېړنیو بشري مرستو پر رسولو یې ټینګار وکړ.

د هند دامنیت شورا سلاکار اجیت دووال د افغانستان اوسنی وضیعت نه یوازې د افغانانو لپاره بلکې د ګاونډیانو او سیمې هیوادونو لپاره ګواښ وباله.

اجیت دووال،چې د دې ناستې مشري یې کوله وویل، اوس وخت رارسېدلی دی،چې د سیمې هېوادونه سلا مشورې وکړي او د افغانستان ستونزې لپاره د حل لار پیدا کړي.

دووال  زیاتوي:«په افغانستان کې اوسنی وضعیت یوازې افغانانو ته نه، بلکې د ګاونډیو او سیمې پر هېوادونو هم اغېز لري او باید مخه یې ونیول شي.»

روسیې بیا د هند ناسته د افغانستان لپاره مهمه یاده کړه،چې کولای شي، د شته ستونزو لپاره لار پیدا کړي او د ګواښونو د مخنیوي لپاره زمینه برابره کړي.

د روسیې د امنیت شورا سلاکار  نیوکولای پتروشیف  وايي:« د افغانستان په تړاو د بېلابېلو هېوادونو د امنیت شورا سلاکارانو ناسته اغېزمنه تمامیږي،ځکه ګډونوال یې د روانو ستونزو پر بېلابېلو اړخونو او عواملو غږیږي او کولای شي، د افغانستان ستونزې لپاره پر لوړه کچه یوه حل لاره پیدا کړي. همدا راز کولای شي،هر ډول ننګونو او د ګواښونو مخنیوي لپاره زمینه برابره کړي.»

د تاجکستان د امنیت شورا سلاکار نصرالله محمد زاده  بیا اندیښنه وښوده،چې د افغانستان له لوري ورته د ترهګرۍ ګواښونه د زیاتیدو په حال کې دي .

نصرالله زیاته کړه:« افغانستان او تاجکستان پر ګډه پوله ترینګلتیاوې ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي،ځکه د افغانستان له لوري زموږ لور ته د ترهګرۍ ګواښونه ورځ تر بلې د زیاتیدو په حال کې دي.»

اسلامي امارت  ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دغه ناسته د افغانستان لپاره ګټوره او مهمه بللې او ټېنګار یې کړی دی،چې ټولو ګاونډیانو او سیمې ته ډاډ ورکوو،چې د افغانستان له خاورې نه به ورته ګواښ نه پېښېږي.

مجاهد  زیاتوي:« د هندوستان ناسته د افغانستان په ګټه ده،ځکه چې توله سیمه د افغانستان ثبات مهم ګڼي او دا کار ټولو ته یو ارزښت دی،هم د امنیتي پلوه او هم له اقتصادي لحاظه.»

ټاکل شوې ده، چې د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د تورویکا پروسې ناسته ترسره شي او د امریکا، چین،روسیه او پاکستان  استازي به په کې د افغانستان په تړاو بحث او خبرې ولري او د دغې ناستې په څنډه کې به د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یادو هېوادونو له استازو سره لیدنې ولري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist