Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هند حکومت، خلیلزاد او منظور پښتین پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه غندلي

د هند حکومت، خلیلزاد او منظور پښتین پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه غندلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/24

پر افغانستان د پاکستان پوځي رژيم تازه بريدونو ته لا هم په کور دننه او بهر د غندنې توند غبرګونونه دوام لري.

هندوستان دغو بریدونو ته په خپل غبرګون کې پر ملکي افغانانو د پاکستان پر برید سخته خواشيني څرګنده کړې او پر غندلو سربېره يې پر افغانستان دا او هر ډول بريد د نړيوالو اصولو خلاف عمل بللی.

نوي دهلي  ويلي، پر افغانستان له بريد سره پاکستان د خپلو کورنيو ناکاميو بعد بهرنی ثابتول غواړي او په دې اړه هڅو کې د سيمې امنيت بې‌ثباته کوي.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي: « هند د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوایي بریدونه په کلکو ټکو غندي. په دې بریدونو کې ولسي خلک په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان په نښه شوي. دا بریدونه داسې مهال شوي چې د روژې مبارکه میاشت روانه ده. پاکستان یو ځل بیا هڅه کوي چې خپلې کورنۍ ناکامۍ بهر ته منتقلې او د سیمې امنیت خراب کړي.»

د هند بهرنیو چارو وزارت ډاډ ورکړی چې د افغانستان ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ملاتړ کوي او دا دریځ به يې دوام ولري.

په ورته مهال، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم د پاکستان بریدونه غندلي او د دغو بریدونو اصلي لامل یې د پاکستان کلونه ناسنجول شوې پالیسۍ بللې.

نوموړي د پاکستان له پوځي رژيم غوښتي چې خپلې پالیسۍ بدلې کړي او له افغانستان سره د فشار په ځای د سولې او ثبات لاره خپله کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي: « د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونو اصلي لامل د پاکستان کلونه ناسنجول شوې پالیسۍ او ناسم سیاسي پریکړې، ناکامې سټراټیژۍ او کمزورې حکومتولي ده چې پاکستان یې دغسې یو حالت ته رسولی. د لږکیو ځپل، د ټاکنو د پایلو پرله‌پسې سبوتاژ او د پوځ بیا بیا واک ته رسېدل د پاکستان ستونزې ژورې کړې دي. دا وضعیت نه یوازې د پاکستان د خلکو لپاره تراژیدي ده بلکې د ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره هم ستره ستونزه ده.»

زلمي خلیلزاد دغه راز ویلي، افغانانو اوږد جګړه‌ییز وضعیت پای ته رسولی، خو اوس د ګاونډي هېواد د بحرانونو اغېزې تجربه کوي.

په ورته مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر هم د پاکستان پوځي رژيم دا بريدونه او له پښتنو سره روان زور زیاتی غندلی.

منظوراحمد پښتین په بهسودو، برمل او تېرا کې د بې‌ګناه ملکي وګړو پر کورونو د پاکستان پوځ د بریدونو په غبرګون کې ویلي، د نوموړي په ټکو د پښتنو نسل وژنه پنجابي استعماري نظام ته له پېرنګي په میرات پاتې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین زیاته کړې: « د رمضان مبارکه میاشت او د پنجاب استعمار وحشي پالیسي دا ده چې پاکستان پوځ په تیرا کې څلور بې‌ګناه پښتانه شهیدان کړل او شپږ نور یې ټپیان کړل. ‎پاکستان پوځ همداراز تېره شپه په بهسود ولسوالۍ کې ۱۷ بې‌ګناه پښتانه افغانان، ښځې او ماشومان شهیدان کړل. دا نه یوازې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه او ترهګري ده بلکې دا د پاکستاني استعماري ریاست له خوا د ښځو او ماشومانو د وژلو ترهګريز کړنو تسلسل دی.»

په ورته مهال، د پاکستان د جماعت اسلامي مخکنی مشر مولانا سراج‌الحق پرته له دې چې پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم د بریدونو په اړه څه ووايي او یا د پاکستان د پوځ دغه کړنه وغندي، پر خپله اېکس‌ پاڼه یې لیکلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتوالی د اندېښنې وړ او زیان رسوونکی دی.

نوموړي زياته کړې، هر وخت چې اسلامي هېوادونه په خپل منځ کې ښکېل شوي، بهرنيو قدرتونو ترې ګټه اخستې.

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند پخوانی مشر مولانا سراج‌الحق وړاندې ویلي: « افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ او تاوتریخوالي زیاتېدل نه یوازې د اسلامي امت ژوری اندېښنی را پارولي دي بلکې د دواړو وروڼو اسلامي هېوادونو لپاره د احتمالي فاجعې او خطر زنګ هم بلل کېږي. تاریخ په ځلونو دا شاهدي ورکړې چې هر وخت اسلامي هېوادونه په خپلمنځي شخړو کې ښکېل شوي، بهرنیو قدرتونو ترې ګټه پورته کړې.»

د پاکستان پوځ يک‌شنبه شپه د ننګرهار په بهسودو، غني‌خېلو او خوږياڼو او د پکتيکا په برمل او ارګون ولسواليو کې د ملکيانو پر کورونو او مدرسې هوايي بريد وکړ. په دې بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان شهيدان او ۷ نور ټپيان شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist