Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د هلمند سنګین ولسوالۍ  اوسېدونکي له بهرنیو ځواکونو غرامت غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/22

د  هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ د خلکو کورونه، باغونه، هټۍ او د عاید لاسته راوړلو سرچینې په تیرو جګړو کې له منځه تللي او اوسېدونکي یې د بهرنیو ځواکونو له لورې بریدونو کې د اوښتو زیانونو تاوان غواړي. 

د سنګین ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی  عبدالجبارر وايي:« د دې ځای خلک په ډېر سخت حالت کې دي. دوی له لوږې سره مخ دي. تاسو دا وېجاړۍ ګورئ. زموږ باغونونه، ودانۍ، ټول نړېدلي دي.» 

د سنګین ولسوالۍ یوه اوسېدونکې بیا داسې وايي:« کور مې ویجاړ شوی دی. بمبار وشو، په یوه ورځ مې دوه زامن شهیدان شول. اوس یوازې زوی راپاتې دی،هغه هم ناروغ دی.» 

د هلمند شمالي ولسوالۍ سنګین کې خلک د خپلو ورانو کورونو د بیا ودانولو وس نه لري او په خبره یې د خپل اولاد ډودۍ هم نه شي موندلای.

واک  ته د اسلامي‌امارت له رسېدو سره د هلمند نورو ولسوالیو ترڅنګ سنګین ولسوالۍ ته هم ځینو موسیساتو مرستې رسولي.

د هلمند د کډوالو او بېرته راستنېدوونکو چارو د ریاست مشر مولوي الله داد انقیادي  وایي، دهلمند په سنګین ولسوالۍ کې تر دې دمه له ۲۰۰۰ زیاتو کورنیو سره مرستې شوي دي. 

هغه زیاته کړه:«  د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د اسلامي امارت سره شااوخوا ۲ زرره ۶۰۰ کورنیو سره د کډوالو چارو ریاست له خوا مرستې شوي دي.»  

له سنګین سربیره د هلمند په نورو ولسوالیو کې هم د تیر دولت او طالبانو ترمنځ د جګړو له امله  خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي، چې په کي ملکي او دولتي تائسیسات هم له منځه تللي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist