Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هریرود-مرغاب سیندیزې حوزې مسوولین: تر ځمکې لاندې اوبه په کمېدو دي

د هریرود-مرغاب سیندیزې حوزې مسوولین: تر ځمکې لاندې اوبه په کمېدو دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/05

وچکالي، د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره د ژورو څاه ګانو کېندل او د اوبو بې ‌ځایه لګول د دې لامل شوي چې د هریرود – مرغاب سیندیزه حوزه کې د ځمکې لاندې اوبو کچه له ۳ تر ۷ مترو ټيټه شي.

د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې مسوولین وایي، د باران اوبو جذب او تر ځمکې لاندې اوبو د زېرمو تغذیې کولو په موخه په هرات کې د څاه ګانو کېندلو هوډ لري.

د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې سلاکار سيد حسن فضلي  وايي: « هغه ښاریان چې په ښاري ساعتونو کې تر ځمکې لاندې اوبو ګټه اخلي، د اوبو کمښت د جبران لپاره دې هڅه وکړي چې د سیندیزې حوزې ادارې ته مراجعه وکړي، ترڅو په ودانیو کې د باران اوبو زېرمه کولو لپاره کېندل شوي څاه ګانې په معقوله او منظمه توګه وشي او ورسره تر ځمکې لاندې اوبو یوه برخه بېرته جبران شي.»

بله خوا، د هرات اوسېدونکي هم تر ځمکې لاندې اوبو د زېرمو کمېدو ته اندېښمن دي او ټینګار کوي چې اوبه باید په سمه توګه مدیریت شي.

دوی وایي، د اوبو کمښت یې ژوند ستونزمن کړی او خلک دې هم بې ‌ځایه د اوبو له لګولو په ډډې کولو سره خپل مسووليت اداء کړي.

د محمد په نوم د هرات اوسېدونکی وايي: «موږ په کانال کې برمه وهلې او له هغې ټانکر ډکوو. دوه تر درې ساعته په نوبت کې درېږو او په دې توګه خپلې اوبه پوره کوو.»

د هرات اوسېدونکی یوسف په دې اړه وايي: « اسلام د اوبو له اصراف ممانعت کړی، دولت هم مکلف دی او دنده لري چې د رسنیو له لارې خلک د اوبو سپمولو ته وهڅوي.»

محب‌الله هم د هرات اوسېدونکی دی او په دې اړه اندېښنه لري، وايي: « په کلیو کې وینو چې د ځمکې سر اوبو نه شتوالي له امله کروندګرو ژورې څاه ګانې کېندلې او له سولر تختو په ګټه اخیستنې د ځمکې لاندې اوبه راباسي. که څه هم دا کار له یوې خوا د سرسبزۍ لپاره ښه دی، خو باید اصراف په کې ونه شي ترڅو موږ تر ځمکې لاندې اوبو له کمښت سره مخامخ نه شو.»

که څه هم په هرات ښار کې د اوبو رسولو د یو شمېر شبکو له امله، تر ځمکې لاندې اوبو د کچې کموالی لږ محسوس دی، خو د دې ولايت په ولسوالیو کې زياته پيمانه خلک له دې ستونزې سره مخ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist