Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات کار او ټولنیزو چارو ریاست سلګونو ځوانانو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړې

د هرات کار او ټولنیزو چارو ریاست سلګونو ځوانانو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/11

د هرات ولایت کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وایي، سلګونه وزګارو ځوانانو ته یې په شپږو میاشتو کې د خیاطۍ، موبایل او موټرسایکل ترمیمولو، د کور وسایلو ترمیمولو او د برېښنا مزو غځولو برخو کې زده ‌کړې ورکړې او د روزنیزې له دورې وروسته به د کار لپاره اړین امکانات او وسایل هم ورته برابر کړي.

د هرات د کار او ټولنیزو چارو رییس میرزامحمد ابومنصور وايي: « دا ټول امکانات د اسلامي امارت له خوا چمتو شوي، د دوی د کار وسایل، خام مواد او هغه کېټونه ټول د   اسلامي امارت له خوا چمتو شوي چې د کار په پای کې به دوی ته ورکول کېږي.»

په ورته مهال، ځوانان هم خوښ دي چې په کور دننه ورته د حرفوي زده ‌کړو زمینه برابره شوې او له دې لاري به وکولی شي خپلو کورنیو سره د اقتصادي ستونزو په هوارولو کې ونډه واخلي.

د مسلکي زده کړو زده کوونکی صدیق الله وايي: «له اسلامي امارت غواړو چې نورو ځوانانو ته هم داسې د کار زمینه برابر کړي ترڅو بهرنیو هېوادونو ته لاړ نه شي او په کور دننه کار وکړي.»

یو بل زده کوونکی سمیع الله وايي: « ستونزې مو ډېرې وې او د کور لګښتونه نه پوره کېدل، له اسلامي امارت مننه کوو چې موږ ته یې دا زمینه برابره کړه. اوس کولی شم د کور په لګښتونو پوره کولو کې برخه واخلم.»

د مسلکي زده کړو ګډونوال ځوانان وايي، که د دې ډول حرفوي زده ‌کړو زمینه ورته پراخه شي، کولی شي خپلې زده کړې نورو ځوانانو ته هم ولېږدوي.

زده کوونکی عزت الله وايي: « موږ اوس کولی شو نورو ځوانانو ته هم روزنه ورکړو ترڅو خپلې اقتصادي ستونزې هوارې کړي. دا زده کړې ډېرې ګټورې دي او مرسته کوي چې ځوانان د کار خاوندان شي او له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي.»

زده کوونکی میلاد هم وايي: « بېکاري سبب شوې وه چې زه له ځانه ناهیلۍ شم او په دې فکر وکړم چې ولې زما عمر لرونکي ځوانان کار لري خو زه یې نه لرم. له ریاست څخه مننه چې موږ یې دلته مصروف کړو.»

بله خوا، کارپوهان هم اوسنيو شرایطو کې په کور دننه د ځوانانو لپاره د کارموندنې په موخه د حرفوي زده ‌کړو فرصتونو پر لا زیاتېدو ټینګار کوي او وايي، دا زده ‌کړې به په کور دننه د ځوانانو اقتصادي ستونزې حل او بهرنیو هېوادونو ته د هغوی د کډه کېدو مخه ونیسي.

د ټولنیزو چارو کارپوه احمد حسین محمدي وايي: « په حقیقت کې دا زده کړې د ځوانانو د کاري راتلونکې تضمین دی؛ نن یو کسب زده کوي ترڅو سبا کاري بازار ته ننوځي او په ټولنه کې د یوه ګټور کس په توګه خپل مسوولیت اداء کړي. دوی به خپل کسب او زده کړې راتلونکي نسل ته ولېږدوي او په ټولنه کې د ګټورو کسانو په توګه ونډه ولري.»

د کار او ټولنیزو چارو ریاست د مسوولینو له مالوماتو سره سم، په پام کې ده په روان کال کې ۱۵۰۰ ځوانانو ته د حرفوي زده ‌کړو زمینه برابره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist