Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د هرات والي:پر ښار د طالبانو برېدونه پر شاه تمبول شوي

admin by admin
2021/08/10

د هرات والي عبدالصبور قانع وايي، پرون شپه هم طالبانو له درېیو استقامتونو پرهرات ښار بریدونه وکړل،خو امنیتي ځواکونو پر شاه تمبولي دي. 

قانع زیاته کړه:«طالبانو پرون شپه  له درېیو استفامتونو د ښار پر څنډو برېدونه وکړل.افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه پر وخت سېمې ته ورسېدل او همدارنګه هغه ځواکونه،چې په سیمه کې ځای پر ځای ول، د دوی د فعالیت مخه یې ونیوله. دوی د تلفاتو له ورکړې سره پر شاه شول.»

قانع  وايي، تېرو څو ورځو جګړو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي او اوس دغه ډله هڅه کوي،چې د نورو ولایتونو جنګیالي هرات ته سوق کړي. 

اخواد هرات  حوزوي روغتون مسوولین وايي، له تیرو دولسو ورځو راهیسي ورته   ۳۵ مړي او تر ۳۰۰  ډېر ټپیان راوړل شوي،چې ۷۰ سلنه يې ملکي وګړي دي.

د یاد روغتون سرطبیب وايي:« روغتون ته  د  وروستیو جګړو له پيله تر اوسه پورې ۳۵ جسدونه او  له ۳۰۰ زیات ټپيان راوړل شوي دي. په ټپيانو کې ۷۰ سلنه ملکیان دي.»

په ټپیانو او مړو شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

اخوا د هرات ولایت اوسېدونکي د جګړې له ښکېلو اړخونو غواړي،چې د سولې له لارې دې غوښتنې مطرح  کړي. 

د هرات ولایت یو تن اوسېدونکی وايي:«  دلته جګړه ډېره سخته ده. زرګونه کورنۍ د جګړې له امله بې ځایه شوي دي.» 

هرات کې د جګړو له پیل  له امله زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوي او سخت حالت سره مخ دي.

دغه راز د روانو جګړو له امله عامو خلکو ته د سر زیان سربېره،ملیونونه افغانۍ مالي زیان هم اوښتی

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist