Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/30

د هرات ګذرې ولسوالۍ کې د مسافرو لېږدونکو  موټرو ترمینل جوړولو چارې شاوخوا ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسوولین وایي، د دې ترمینل لومړي او دویم فاز رغنیزي چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي او تر راتلونکې یوې میاشتې به د مسافرو لېږد رالېږد ته چمتو شي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د تخنیکي او ساتنې خدماتو رییس حفیظ الله حلیمي وايي: « د ترمینل جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. زه کولی شم ووایم چې دا مهال یې د جوړولو کارونه تر ۴۵ سلنو مخکې تللي.»

په پام کې ده ۳۱ ټرانسپورټي شرکتونه په دې ترمینل کې فعالیت پیل کړي.
د ټرانسپورټي شرکتونو مسوولین وایي، د دې ترمینل ګټه اخستنې سره به د کاري فرصتونو زیاتوالي سربېره، ښار کې د ټرافیکو ګڼه ګوڼه او د لویو موټرو تګ راتګ هم کم شي.

د ټرانسپورټي شرکت مسوول وايي: « دا ترمینل به زموږ خلکو ته ډېر سهولتونه برابر کړي. دا ترمینل په معیاري بڼه جوړېږي، داسې چې زموږ سیمه کې به یې ساری نه وي.»
د
ټرانسپورټي شرکت مسوول وايي: « د دې ترمینل د جوړولو کارونه په درېیو کالو کې بشپړېږي چې اوس یې یو نیم کال پوره شوی. کله چې د دې کارونه بشپړ شي، نو شرکتونه به ورته را ولېږدول شي او بیا به ګټه اخستنې ته وسپارل شي.»

د دې ترمینل رغنیزو چارو پیل سره به شاوخوا ۴۰۰ کسانو ته هم د کار زمینه برابره شي.
دلته په کار بوخت کسان د ورته زېربنایي پروژو پر زیاتوالي ټینګار کوي، ترڅو ورسره د خلکو کاري فرصتونه رامنځته شي.

د هرات اوسېدونکی ګل احمد وايي: « زه له دې وړاندې په ایران کې وم، زما کار د ودانیو نل دواني ده. د خدای فضل دی چې اوس هېواد کې ارامي ده او خلکو ته څه نا څه کار پيدا کېږي.»
د هرات اوسېدونکی محمود
وايي: « که زموږ په خپل هېواد کې کار وي، ولې به نورو هېوادونو ته ځو. زه ډېر خوښ یم چې دلته کار کوم.»

د یادونې وړ ده چې د مسافرو لېږدونکو موټرو لپاره دا نړیوال ترمینل د هرات ګذرې ولسوالۍ کې پر زر جرېبه ځمکې د ۲۱ میلیون ډالرو په لګښت جوړېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist