Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات له زلزله ځپلو سره پر نړیواله کچه د مرستې غوښتنه شوې

د هرات له زلزله ځپلو سره پر نړیواله کچه د مرستې غوښتنه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/10

د هرات ولایت په زنده‌جان ولسوالۍ او بادغیس کې د وروستۍ زلزلې د مرګ ژوبلې شمېر لا نه دی وروستی شوی.

اسیايي، اروپايي او اسلامي هېوادونو په جلا جلا خبرپاڼو کې د هرات پېښې له قربانیانو سره  خواخوږي څرګنده کړې او د مرستو ژمنه یې کړې.

 د ایران بهرنیوچارو وزیر بیا له مولوي امیرخان متقي سره په ټیلیفوني خبرو کې د خواخوږئ ترڅنګ د مرستې او همکاریو ژمنې کړي.

پاکستان او سعودي عربستان هېوادونو د هرات پېښه دردونکې بللې او د مرستو استولو خبر یې ورکړی دی

سعودي عربستان:« موږ په دې ستره غمیزه کې د افغانانو تر څنګ ولاړ یو او تل یې ملاتړ او مرسته کوو.»

د پاکستان حکومت ویلي:«  د یوشمېر ادارو مشرانو ګډې ناستې وروسته پرېکړه وشوه چې د افغانستان هرات ولایت زلزله ځپلو سره مختلف توکي مرسته کېږي، چې خوراکي توکي، درمل، خیمې او کمپلې په کې شاملې دي.»

د اروپايي هېوادونو ترڅنګ امریکا ویلي، د هرات پېښه یې ترڅار لاندې ده او ډاډ یې ورکړی چې مرستندویه ادارې  د مرستو رسولو په هڅه کې دي.

د  امریکا بهرنیو چارو و زیر انټوني بلینکن وايي:« متحده ایالات د افغانستان په شمال لویدیځ کې د پرونۍ زلزلې اغیزې په دقت سره څاري. زموږ بشردوستانه همکاران د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره چمتو دي.»

کاناډا، چین، قطر، متحده عرب امارات، جاپان، جرمني او یوشمېر نورو هېوادونو هم د خواخوږۍ ترڅنګ د مرستې ژمنه کړې او د هرات له  زلزله ځپلو سره یې په نړیواله کچه د همکارۍ او مرستو غوښتنه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist