Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات زلزله ځپلو سيمو کې مېندوارې ښځې له سختو ستونزو سره مخ دي

د هرات زلزله ځپلو سيمو کې مېندوارې ښځې له سختو ستونزو سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/02

خان بي‌بي په هرات ولایت کې د تېرې شدیدې زلزلې له امله د خپلې کورنۍ درې غړي له لاسه ورکړي او سخت ژمی یې په خېمو کې تېر کړی.

اوس چې سرپناه ورته برابره شوې، په خپله سیمه کې د ښځ، لپاره د زېږون پر مهال د روغتیايي خدمتونو نشتون ته اندېښمنه ده.

هغه وایي، ډېری وختونه د زېږون پر مهال دغلته د روغتیایي مرکز نشتون له امله د ښځو او ماشوم ژوند له ګواښ سره مخ کېږي.

خان بي‌بي زیاتوي: « له بده مرغه لار مو ډېره لرې ده چې ناروغ ولرو ډېره راته سخته وي، ډاکټر نشته او نږدې کلینیک هم نه لرو.»

د هرات یوه بله اوسېدونکې نګارهم ورته اندېښنه لري او وایي، موده وړاندې يې يوې خورلڼې د زېږون پرمهال له دې کبله ژوند بايلود، چې په کلي کې يې روغتيايي مرکز نه و او ښار ته د خرابو لارو له امله ناوخته رسېدلې وه.

نګار له سرپرست حکومته غواړي، چې په کلي کې یې روغتیایي مرکز جوړ او روغتیایي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی اسانه کړي.

هغه زیاتوي: « ناروغان په لاره کې له سختو ستونزو سره مخ کېږي، په اسانۍ د ښار روغتون ته نه شو رسېدی، ان ډېری وخت یا مور او یا ماشوم روغتون ته تر رسېدو وړاندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

بل خوا ځایي مسوولین هم په لرو پرتو سيمو کې د روغتیایي مرکزونو کمښت له امله د خلکو ستونزې مني؛ خو ډاډ ورکوي چې دا مهال محرومو سیمو ته پاملرنه زیاته شوې او په یو شمېر سیمو کې روغتیایي کلینیکونه هم جوړ شوي.

د هرات د والي ویاند نثار احمد الیاس وايي: « په ځېنو ولسوالیو کې اړتیا ته په کتو کلینیکونه جوړ شوي او اوس لپاره چې نفوس ډېر شوی نو مسوولین هڅه کوي چې کلینیکونه په روغتونونو تبدیل کړي، همداراز هغه سیمې چې له ولسوالیو څخه لرې دي هغوی ته هم روغتیايي خدمات وغځوي او په راتلونکي کې به دا خدمات بشپړ شي.»

دا په داسي حال کې ده، چې یو شمېر لرو پرتو سیمو کې د روغتیایي خدمتونو ترڅنګ ښځې او ماشومان ان د ژوند لومړنیو امکاناتو څخه هم بې برخې پاتې شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist