Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات زعفرانو په لسم پرله پسې کال هم لومړی مقام خپل کړ

د هرات زعفرانو په لسم پرله پسې کال هم لومړی مقام خپل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/08

دا لسم کال دی چې افغانستان په پرله پسې توګه د زعفرانو د کیفیت له پلوه لومړې مقام خپلوي او پر نړیوالو بازارونو راج کوي؛ داسې چې زعفران اوس د افغانستان لپاره د ویاړ په نښه بدل شوي.

دا طبیعي او ارزښتمن حاصل چې د لوړ کیفیت، ځانګړي رنګ، قوي بوی او بې ‌ساري خوند له امله په نړیواله کچه ځانګړی ځای لري، یو ځل بیا یې د هېواد نوم روښانه کړ.

د هرات زعفرانو ته د لسم ځل لپاره هم د بلجیم په بروکسېل ښار کې د زعفرانو د ټسټ نړیوال انسټیټیوټ له خوا د کیفیت له پلوه لومړې مقام ورکړل شو.

په هرات کې د زعفران کارانو په خبره، دا چاره به په کور دننه د زعفرانو کرکیلې زیاتوالي، کیفیت لا ښه کېدو، معیاري پروسېس او بسته بندۍ ته د کروندګرو لېوالتیا لا زیاته کړي.

د هرات زعفران شرکت رییس جلیل احمد ملکي وايي: « دا خبره موږ ته دا انګیزه راکوي چې په لومړي ګام کې د زعفرانو تر کښت لاندې ځمکې پراخې کړو، زعفران کارانو ته ګټور ټرېننګونه ورکړو، پر کیفیت او ښه پروسېس یې لا ډېر کار وکړو.»
زعفران کار محمد فاضل فیضي
وايي: « دا زموږ لپاره د خوشالۍ خبره ده چې د هرات زعفرانو یو ځل بیا لومړی مقام خپل کړ. له دې سره به موږ لا انګیزه پيدا کړو چې د افغانستان زعفران په لا غوره او پاکه بڼه د نړۍ تر بازارونو ورسوو.»

په ورته مهال، د افغانستان زعفرانو ټولنې مسوولان وایي، تېر ۲۰۲۵ کال کې ۶۷ میلیون ۵۸۰ زره ډالرو په ارزښت شاوخوا ۳۸ ټنه زعفران بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي.

د دوی په خبره، تېر کال بیا هم د زعفرانو صادرولو لپاره د وېزې ترلاسه کولو او هوایي دهلېز برخو کې له ستونزو سره مخ وو.

د افغانستان زعفرانو ټولنې رییس محمد ابراهیم عادل وايي: « زموږ د شرکتونو اوسنۍ ستونزې د پرمختللې ماشینري او کارخونو نه شتوالی دی. زموږ اکثریت سوداګر وېزو ته لاسرسی نه لري، ځکه زموږ د زعفرانو ډېره برخه هند، عربستان او هسپانیا ته صادرېږي، خو یوازې څلور یا پنځه شرکتونه کولی شي د دغو هېوادونو وېزې ترلاسه کړي.»

د زعفران په نوم دې ارزښتمن بوټي هرات کې شاوخوا ۲۵ زره کورنیو لپاره د کار زمینه برابره کړې او د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي. د هرات خلک او د زعفرانو په کار بوخت کسان د  دې ګټور بوټي د کرکیلې پر زیاتوالي ټینګار کوي.

د هرات اوسېدونکی او زعفران کار احمد فرید وايي: « که دلته شرکتونه لا ډېر شي، هم به بزګرانو او هم نورو کارګرانو ته د کار زمینه برابره شي.»
زعفران کار احمد فواد وايي: « ښه دی، په دې سره خلکو ته د کار زمینه برابرېږي.»
د هرات اوس
ېدونکې او زعفران کاره سیما وايي: « دا موږ ته انګیزه راکوي چې لا ډېرې هڅې وکړو او لا سخت کار وکړو. زه ډېره خوشاله یم او ځانګړی احساس لرم.»

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې پر ۱۲زره هکټار ځمکې زعفران کرل شوي چې ۹۵۰۰ هکټاره یې یوازي په هرات کې ده.
اوسمهال هرات ولایت د ټول افغانستان په کچه ۹۵ سلنه زعفران تولیدوي او په بازارونو کې یې د یو کیلو زعفرانو بیه ۱۰۵ زره افغانۍ ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist