Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات د شین ډنډ ولسوالۍ ۹۰ سلنه خلک د څښاک اوبه نه لري

د هرات د شین ډنډ ولسوالۍ ۹۰ سلنه خلک د څښاک اوبه نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/13

شین ډنډ د هرات تر ټولو لویه ولسوالي ده چې د نفوس د زیاتوالي او پراخې جغرافیې له امله، اوس د اوبو کمښت له جدي ستونزې سره مخ ده.

دا ولسوالي چې د مسولینو په خبره اوس مهال نږدې یو میلیون وګړي لري، خو یوازې شاوخوا ۱۸۰۰ کورنۍ یې د مرکزي شین ډنډ په برخه کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري او پاتې نور د اوبو برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

د شین ډنډ ولسوالۍ د اوبو رسونې عمومي مدیر بسم الله عطایي وايي: « د اوبو ستونزه ډېره زیاته ده. د شین ډنډ د اوبو رسونې ادارې ۱۸۰۰ کورنیو ته اوبه رسولې دي، خو د شین ډنډ په سطحه زاول، زېر کوه او پشت کوه سیمې اصلا ً اوبه نه لري. له دغو سیمو څخه ګڼو کورنیو کډه کړې او بازار ته راغلي.»

په ورته مهال، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي هم هلته د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي برخه کې له ستونزو شکایت کوي او وایي، د شین ډنډ پنځه ګونو ولسوالیو لرې پرتو سیمو څخه ډېری کورنۍ د اوبو کمښت له امله له خپلو اصلي سیمو کډه شوې دي.

د شین ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی فرهاد وايي: « موږ اوبه نه لرو، تر ۱۵۰ مترو ژوره برمه مې ووهله، خو بیا هم اوبه پيدا نه شوې. اوس یو نیم ساعت لرې په اوبو پسې ځم او ټانکر کې یې راوړم.»

د شین ډنډ اوسېدونکی غلام سخي وايي: « هرڅومره چې د اوبو رسونې پروژې ډېرې شي، خلک به ورسره هوسا شي. خلک د څښاک اوبه نه لري او تر ځمکې لاندې اوبه هم ۱۵۰ مترۍ ته ټیټې شوې دي.»

د زېرکوه ولسوالۍ اوسېدونکی علي احمد وايي: « موږ په زېرکوه کې د اوبو له سخت مشکل سره مخ یو. اوبه کمې دي او هغه هم تروې دي، خوږې اوبه ډېرې لږې پیدا کېږي.»

بله خوا، تازه د شین ډنډ مرکزي ولسوالۍ کې د سره صلیب نړیوالې ادارې له خوا څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسي برخه کې د ستونزو حل په موخه د شپږو میاشتو په موده کې د اوبو رسونې شبکه جوړه کړې چې تر ۱۵ کلونو به د څه باندي ۱۴ زره کسانو اوبو اړتیا پوره کړي.

 د سره صلیب استازی عزیز احمد اسماعیلي وايي: « د اوبو رسونې دا شبکه چې نن مو دلته پرانسته، له نېکه مرغه د راتلونکو ۱۵ تر ۲۰ کالو پورې د شین ډنډ د مرکز لپاره بسنه کوي.»

شین ډنډ د هرات سوېل خوا ته ۱۳۰ کیلومټرۍ کې پرته ولسوالي ده چې ۸۵۰۰ کیلومټره مربع مساحت لري او په ۱۳۹۶ لمریز کال په پنځو ولسوالیو شین ډنډ، زېر کوه، کوه زور، زاول او پشت کوه ووېشل شوه.

د مسوولینو له معلوماتو سره سم، اوسمهال په دې ولسوالي کې د اوبو کمښت ستونزي د نسبي حل لپاره د اوبو رسونې ۵۰ کیلومټره شبکې ته اړتیا ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول
افغانستان

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی
افغانستان

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو
افغانستان

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي
افغانستان

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي
افغانستان

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist