Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د نورستان اوسېدونکي: د ساړه ژمي په را رسېدو سره بشري مرستو ته اړتیا لري

د نورستان اوسېدونکي: د ساړه ژمي په را رسېدو سره بشري مرستو ته اړتیا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/23

نورستان د هېواد په شمال ختیځو غرونو کې لرې پروت ولایت دی چې هر کال ژمی  په کې نسبتا زیاته واوره ورېږي. د دې ولایت اوسېدونکي د خپلو اندازو له مخې وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال زیاته واوره شوې.   دوی وايي، د زیاتې واورې ورښت سبب شوی چې دوی آباد کال او تر ځمکې لاندې اوبو د زېرمو ډکېدو ته هیله پيدا کړي.

د نورستان خلک له دې سره هم‌مهاله وايي، په ژمي کې کار  او کاسبي نه وي چې دا مسئله بیا دوی د سون موادو، ګرمو جامو او خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ کړي چې په وینا یې، له چارواکو د سون موادو، ګرمو جامو او خوراکي توکو په برخه کې مرسته وکړي.

د نورستان اوسېدونکی جیګر وايي: « سږ کال ډېره واوره وشوه او وطن ورسره ښکلا پیدا کړه. انشالله راتلونکی کال به آباد وي.»

د نورستان اوسېدونکی جمال الدین وايي: «دلته خو نور کاروبار هم نه شته او چې څه دي، هغه د واورو له امله بند دي؛ ځکه خلک له کور نه شي وتلی. په نورستان کې زراعت کم دی او اراضي یې تر ډېره غرونه دي. زه له حکومت او موسسو غوښتنه کوم چې ژمي کې نورستان ته پاملرنه ډېره کړي.»

په همدې حال کې د دې ولایت مسوولین بیا وايي، د واورینې څپې له راتګ وړاندې دوی بشپړ چمتووالی نیولی و او نه یوازې به خلکو ته بشري مرستې رسوي، بلکې د واورې ورښت له امله بندې شوې لارې به هم خلاصوي.

د نورستان والي ویاند فریدون صمیم وايي: « زموږ ادارې له هر پلوه چمتو دي. د ټولګټو ریاست د لارو خلاصولو له پلوه ډاډ ورکوي او د پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست د مرستو لپاره چمتو دي. د واورې له پيل وړاندې هم ۳۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه. موږ ډاډ ورکوو چې لارې به نه بندېږي او دولتي خدمات به نورمال روان وي.»

له بلې خوا، د چاپېریال ساتنې برخې کارپوهان بیا په نورستان کې سږکال د واورې زیات ورښت ته په اشارې، دا هیله څرګندوي چې د طبعي یخچالونو په رامنځته کېدو سره به ترځمکې لاندې د اوبو زېرمې هم ډکې شي.

د چاپېریال ساتنې برخې کارپوه انجینیر منیب الرحمن وايي: « کله چې ځمکه په واوره وپوښل شي، دا واوره او اوبه په تدریج سره ځمکې ته جذبېږي. همدارنګه واوره د سیندنو د سرچینو په تغذیه کې مهم رول لري.»

نورستان د افغانستان په شمال ختیځو غرنو کې پروت ولایت دی چې په ژمي کې د واورې ورښت په کې زیات وي.

د پسرلي په راتګ سره چې کله د هوا تودېدل واورې وېلې کړي، نه یوازې د دې ولایت د خلکو ستونزې هواروي بلکې په سیندونو کې د اوبو سطحه هم ورسره لوړېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist