Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ننګرهار ښاریان : ښار کې د روږدو کسانو زیاتېدو سره غلاوې زیاتې شوي

د ننګرهار ښاریان : ښار کې د روږدو کسانو زیاتېدو سره غلاوې زیاتې شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/20

د ننګرهار ولایت مرکز د جلال آباد زاړه ښار ګودام سنګي سیمې ته هره ورځ پر نشه يي توکو روږدي سلګونه ځوانان ورځي او بېلابېل نیشه ‌یي توکي کاروي.

د جلال آباد ښار اوسېدونکي وايي، پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمېر له زياتېدو سره دغلته غلاوې هم زياتې شوي او دوی يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی غوښتنه کوي، چې مسوولین دې نه یوازې د نشه ‌یي توکو د کارروباریانو، کرکیلې او قاچاق مخنیوی وکړي، بلکې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې او له هغې وروسته ورته د کاري فرصتونو برابرولو لپاره هم ګامونه پورته کړي.

د جلال آباد ښار یو تن اوسېدونکی ګلاب خان وايي: « تاسو ګورئ، ډېر ښایسته او تنکي ځوانان په نشه يي توکو اخته شوي او شمېر یې ورځ تر بلې زیاتېږي.»

همدارنګه د جلال آباد ښار یو بل اوسېدونکی هدایت الله بیا وايي:« د شهر کهنه په لوړه ساحه کې سلګونه پوډریان شته دي او دوی په غلاوو او شوکو کې لاس لري. موږ له دولته غوښتنه کوو، چې د دغو کسانو درملنه وکړي او له هغې وروسته د کار زمینه ورته برابره کړي.»

مسوولین بیا وايي، دوی اوس مهال د نشه یې توکو د کرکیلې او قاچاق له مخنیوي سربېره، د دغو توکو د کاروباریانو د نیولو په برخه کې هم هڅې چټکې کړې او په پام کې لري، چې جلال ‌آباد ښار کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو راټولولو او درملنې لپاره ۱۰۰۰ بستریز روغتون هم جوړ کړي.

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند عبد البصیر زابلي وایي: « موږ د نشه يي توکو کاروبار او کرکیلې ته اجازه نه ورکوو. د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت تر اوسه ۱۷۰ تنه پر نشه يي توکو روږدي کسان د درملنې لپاره راټول کړي. دا چې د دغو کسانو شمېر زیات دی، په پام کې ده، چې د درملنې لپاره یې یو باب زر بستریز روغتون هم جوړ شي.»

اوس مهال په ننګرهار کې د  روږدو د درملنې لپاره ۱۷۰ بستره روغتون ځانګړی شوی، چې د دوو میاشتو په موده کې د اړوند کسانو درملنه په کې کېږي.

چارواکي وايي، د زر بستریز روغتون له جوړېدو سره به پر نیشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې موده شپږو میاشتو ته لوړه شي.

شریک یې کړ ئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist