Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ننګرهار اوسېدونکي د خوراکي توکو بیو له لوړېدو شکایت کوي

د ننګرهار اوسېدونکي د خوراکي توکو بیو له لوړېدو شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/03

د ننګرهار اوسېدونکي وايي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په جلال آباد ښار کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې مخ په لوړېدو دي چې له امله یې دوی له ستونزو مخ شوي او نه شي کولی پر لوړه بیه دغه توکي وپېري.

دوی ټینګار کوي چې سرپرست حکومت بايد پر نرخونو پرله پسې څارنه وکړي.

د جلال آباد ښار یوتن اوسېدونکی وايي: « د تېرې اوونۍ په پرتله اوړه، وریجې، غوړي او هرڅه ګران شوي. زه په دا سپینه ږیره کیلې خرڅوم او نه شم کولی حتا یوه میاشت کې د یوې بورۍ اوړو پیسې وګټم. له چارواکو غوښتنه کوم چې راووځي او نرخونه کنټرول کړي.»

همدارنګه د جلاآباد ښار یو تن دوکاندار بیا وايي: « لس پنځه لس ورځې وړاندې نرخونه ښه وو، خو اوس د خوراکي موادو نرخونه لوړ شوي دي.»

یو شمیر سوداګر بیا د دغو توکو د بیو لوړوالي لامل په پاکستان کې د افغان سوداګرو پر وړاندې رامنځته شوې ستونزې او همدارنګه د سالنګ لويې لارې بندېدل په ګوته کوي.

د ننګرهار سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، اوسمهال د نرخونو د لوړوالي لامل ټرانسپورټي ستونزې دي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی زلمی عظیمي وايي: « زموږ اکثریت لارۍ د پاکستان په بندرونو کې ولاړې دي او د ستونزو له امله افغانستان ته نه شي راتلی. بله خوا، د ټرانسپورټېشن لګښتونه هم د سالنګ لویې لارې د تړل کېدو له امله ډېر شوي او بار وړونکي موټر په نورو خامه لارو راځي.»

له دې سره ننګرهار کې د نرخونو د کنټرول او احتکار کمیسیون مسوولین وايي، دوی وخت پر وخت پر بازار څارنه کوي او نه پرېږدي چې خلک په خپل سر د توکو نرخونه لوړ کړي.

د نرخونو د کنټرول او احتکار د مخنیوي کمیسیون غړی باز محمد ځوانمل وايي: « زه خپل ټول ولس ته ډاډ ورکوم، چې د نرخونو د کنټرول کمیسیون او زموږ خپل نظارت هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې نرخونه په خپل سر جګ کړي.»

خلک ټینګار کوي،چې سرپرست حکومت باید افغان سوداګرو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې او د سوداګرۍ لپار له پاکستان پرته په نورو بدیلو لارو کار وکړي، ترڅو افغان سوداګرو ته د توکو په واردولو کې خنډونه له منځه لاړ شي او د توکو نرخونه ثابت پاتې شي. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist