Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ننګرهاراوسېدونکي له حکومت غوښتنه کوي چې له پاکستان د کړي بريد غچ واخلي

د ننګرهاراوسېدونکي له حکومت غوښتنه کوي چې له پاکستان د کړي بريد غچ واخلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/23

ځايي اوسېدونکي وايي، په دې برید کې ټول ملکي وګړي په نښه شوي او په سیمه کې د پاکستان د ادعا خلاف، د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) هېڅ غړی نه شته.

دوی له حکومت غواړي چې د پاکستان پوځي رژیم دا بشري جنایت بې ځوابه پرې نږدي.

د بهسودو ولسوالۍ ګردي کڅ  اوسېدونکی وايي: « دا د شهاب الدین کور دی چې دوه زامن لري، نزاکت او شوکت. په دې کورنۍ کې ټول ۲۲ تنه اوسېدل چې له ډلې یې ۶ تنه په ژوبل حالت کې ژوندي پاتې دي او پاتې نور شهیدان شوي دي.»

د همدې سیمې یو بل اوسېدونکی وايي: « موږ د اسلامي امارت له مسوولینو غواړو چې د دې برید کلک ځواب ورکړي.»

که څه هم د بهسودو ولسوالۍ په ګردي کڅ کې د پاکستان پوځي رژيم هوايي برید کې نښه شوي کور یو تن اوسېدونکی شوکت له خپلې میرمنې او ټپې زوی سره په بريد کې ژوندی پاتې دی، خو او د کورنۍ ۱۵ غړي يې شهيدان شوي او ۶ نور ټپیان دي. شوکت د پاکستان پوځي رژيم د بريد په اړه وايي: «زما د کورنۍ اکثریت غړي تر خاورو لاندې وو او ټولو چغې را وهلې چې له خاورو یې وباسم. ما یوازې یوه ترور او زوی وژغورلی شول، پاتې نور ټول تر خاورو لاندې شهیدان شول. زما د کورنۍ ۱۵ تنه شهیدان شول.»

په ورته مهال، چارواکي د پاکستان پوځي رژیم د خپل هېواد امنیت په ټېنګولو کې پاتې راغلی بولي او وايي، دا رژیم هڅه کوي په دې ډول بریدونو سره خپلې نیمګړتیاوې پټې کړي. دوی ډاډ ورکوي چې تازه بريد به يې په هېڅ صورت بې ځوابه پاتې نه شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین حیات‌الله مهاجر فراهي وايي: « د دې لپاره چې خپله ناکامي پټه کړي او د خلکو پام بله خوا واړوي، پر افغانستان یې برید او یرغل کړی. تېرځل هم همداسې یوه واقعه او پېښه شوې وه چې بیا اسلامي امارت غاښ ماتونکی ځواب ورکړ. اسلامي امارت د دې سیمې خلکو او ټول ولس ته ډاډ ورکوي چې دا ډول بریدونه به هېڅکله بې غبرګونه پاتې نه شي.»

پاکستان د همدې برید ترڅنګ د ننګرهار غني‌خېلو، خوګياڼو او د پکتیکا د برمل ولسوالۍ مرغې سېمه کې هم هوايې بریدونه کړي او هلته یې هم ملکي اهداف په نښه کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist