Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د نغلو د ۲۲ اعشاره ۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د نغلو د ۲۲ اعشاره ۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/06

د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د نغلو د ۲۲ اعشاریه ۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د توليد شبکه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
د دغې پروژې چارې یو کال وړاندې پیل شوې وې چې اوس بشپړې او ګټې اخیستې ته وسپارل شوه.
د برېښنا شرکت چارواکي وايي، له دغې پروژې ترلاسه کېدونکې برېښنا به د عمومي شبکې له لارې پر ۲۳ زره کورنیو وویشل شي او په دې توګه به د برېښنا په برخه کې د خلکو ستونزه څه ناڅه حل شي.
د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي: « د یوه کال په موده کې دغه پروژه بشپړه شوه چې ۲۲ اعشاریه ۷۴ میګاواټه لمریزه برېښنا الحمدلله تولیدېږي او له دغې پروژې څخه به له ۲۳ زره زیاتې کورنۍ ګټه واخلي.»
د افغانستان برېښنا شرکت اجرایيوي رییس عبدالباري عمر وايي: « دغه پروژه د ۲۲ اعشاره ۷۵ میګاواټه برېښنا تولید ظرفیت لري دا یوه پروژه نه بلکې دوه پروژې دي دویمه ځکه لري چې برېښنا انتقال ته اړتیا لري او بېرته سب سټېشن کې جذب ته اړتیا لري او بیا انتقال او توزیع ته اړتیا لري، موږ په سب سټېشن کې پاور ټرانسفرمر په نظر کې نیولی دی،د دغې پروژې ټول لګښت ۱۸ میلیونه امریکايي ډالر دی.
د برېښنا شرکت چارواکي وايي د وارداتي برېښنا له درکه يې د شرکت ټول بهرني پورونه ادا او دامهال يې مېلياردونه افغانۍ ګټه کړې.
د افغانستان برېښنا شرکت اجرایيوي رییس عبدالباري عمر وايي: « برېښنا شرکت په لسګونه میلیونه ډالر پوروړی وو چې د اسلامي امارت بیاواکمنېدو په لومړیو درېیو کلونو کې یې ټول بهرني پورونه تادیه کړي حتی ځینې نور اصلاحات هم په څنګ ورسره راغلل خو له تېر یوه کال راهیسې نلرو، میلیاردونه افغانۍ په ګټه کې روان یوو.
ځيني نور چارواکي د برېښنا توليد په برخه کې د حکومت روانو هڅو ته په کتو ډاډ ورکوي چې په راتلونکو څو کلونو کې به افغانستان د برېښنا له پلوه بسيا شي.
د امارتي شرکتونو عمومي ر‎ییس احمد جان بلال وايي: « دغه ډول چې اوس روان یوو، د برېښنا داخلي تولید په برخه کې دغه چې مخته ولاړ شي، ډاډه یم چې چې په راتلونکي نږدې کلونو کې به انشاالله العزیز د برېښنا برخه کې موږ بسیا کېږو.
د افغانستان برېښنا شرکت برېښنا د هېواد د پرمختګ په برخه کې هم عنصر دی او هڅې یې روانې کړې، چې دوامداره برېښنا تولید کړي.
په ټوله کې افغانستان د خلکو، د دولتي ادارو او صنعتي پارکونو لپاره ۱۰زره ميګاواټه برېښنا ته اړتيا لري چې په کور دننه يې د توليد لپاره پراخې سرچينې هم موجودې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist