Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه: د نجونو د زده کړو او کار موضوع د افغانستان اقتصادي ثبات پورې تړلې 

د نجونو ښوونځیو په اړه د اسلامي امارت پریکړې نړیوال غبرګونونه راپارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/24

په افغانستان کې د منځنیو ښوونځیو او لیسو ته د نجونو پر تګ بندیز نه یوازې په کور دننه افغانان غوسه کړي، بلکې د نړیوالو تند غبرګونونه یې هم راپاورلي او د دې پریکړې د بېرته اخېستو غوښتنه یې کړې ده.

نړیوال بنسټونه او  د افغانستان لپاره د ځینو هېوادونو استازي وايي، د نجونو ښوونځيو په اړه  د اسلامي امارت  پرېکړه به د افغانستان راتلونکې لا مبهمه کړي او غوښتنه یې کړې، چې له سره دې واخیستل شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د اسلامي امارت دا پرکړه غندلې او د بښنې نړیوال سازمان بیا تبعیض، بې عدالتي او له نړیوالو قوانینو څخه سړغړونه یاده کړې ده.

یوناما وايي:«افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي د طالبانو له خوا هغه اعلان غندي، چې پر بنسټ یې ښوونځیو ته د نجونو پر تګ یو ځل بیا بندیز لګول شوی او له شپږم ټولګي د پورته ټولیګو ښځینه زده کوونکو ته اجازه نه ورکول کیږي.»

د بښنې نړیوال سازمان وايي:« نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره اقدام وکړي او پر طالبانو فشار راوړي،تر څو د دې ډاډ ورکړي،چې نجونې بېرته ښوونځیو ته لاړې شي. زده کړو ته حق یو اساسي بشري حق دی،چې طالبان باید ورته ژمن پاتې شي. د طالبانو اوسنی کړنې تبعیض، بې عدالتي او له نړیوال قانونه سرغړونه ده.»

د ناروې کډوالو شورا او افغان میرمنو برخه کې د امریکا متحده ایالتو ځانګړې استازې رینا امیري وایي،د اسلامي امارت له خوا دا پریکړه به د افغانستان راتلونکې لا پسې خرابه او د هغو افغان کورنیو هیلې به خاورې کړي،چې د خپلو نجونو راتلونکې لپاره یې لري.

د ناروې کډوالو شورا مشر جان ایجلنډ وايي:« موږ هېله من یو،چې د افغانستان پوهنې وزارت له خوا شوې پریکړه له سره واخېستل شي. موږ له حکومته غوښتنه کوو،چې په خپله تېره پرېکړه ودریږي او په ټول هېواد کې د ټولو کچو ښځینه زده کوونکو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي. پر انجونو د زده کړو محدودیتونه به د افغانستان راتلونکی لا پسې خرابه کړي. »

د بشري حقونو او افغان ښځو لپاره  د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي:« له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ورکول به نه یوازې پر طالبانو باور کمزوری کړي، بلکې افغانستان کې به د هغو کورنیو هیلې هم خاورې کړي،چې د خپلو نجونو راتلونکې لپاره یې لري.»

له دې سربېره  د افغانستان لپاره د جرمني سفیر مارکوس پوتزېل هم د اسلامي امارت دا پریکړه غندلې او ویلي یې دي چې د نړېوالو کنوانسینیونو سره په ښکاره ټکر کې ده.

مارکوس پوتزېل  زیاته کړې:«د  طالبانو لخوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز د غندلو وړ دی او د طالبانو له خوا دا اعلان د هغو نړیوالو کنوانسیونونو سره په ټکر کې دی،چې افغانستان ورته ژمن دی.»

اخوا کابل کې د ښوونځیو ځینو زده کوونکو د یادې پریکړې په غبرګون کې ویلي، حجاب یوازې بهانه ده او د پریکړې اصلي موخه د ښځو ځپل دي. 

دوی ویلي،حجاب دوی ته نوی نه دی،بلکې دوی له مخکې هم د اسلامي حجاب په مراعت کولو سره ښوونځیو ته تلې. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist