Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه: د نجونو د زده کړو او کار موضوع د افغانستان اقتصادي ثبات پورې تړلې 

د نجونو پر مخ یو شمېر سېمو کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو پرانېستل کېدل له هرکلي سره مخ شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/07

د هېواد په یو شمیر سیمو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ  د ښوونځيو دروازو پرانېستل کېدل، له هرکلي سره مخ شوي. 

تازه په سویل  پکتیا ولایت کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو څو بابه ښوونځي پرانېستل شوي او  د نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شوې ده.

خلکو دا اقدام ستایلی دی او په ټول هېواد کې یې له شپږم ټولګي پورته  د نجونو لپاره د لیسو د پرانېستلو غوښتنه کوي.

د سیاسي شنونکي په یو شمیرسیمو کې د ښوونځيو پرانستل ښه اقدام یادوي او زیاتوي، که سرپرست حکومت په ټول هېواد کې د نجونو متوسطه او لیسې پرانیزې،کابل به له نړۍ سره د سیاسي تعامل برخه کې نږدې شي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي:« نړۍ او د افغانستان خلک له مرکزي حکومت او پوهنې وزارت غواړي،څو د کتاب، لوست او ښوونځيو په تړاو پاملرنه وکړي. د نجونو ښوونځي پرانیزي او نړۍ هم دې ته په تمه ده،چې د نجونو ښوونځي پرانېستل شي،څو دوی هم د حکومت په اړه خپله پرېکړه وکړي.» 

د ښوونځی ښوونکې بیا وايي،د نجونو پر وړاندې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې تړلې پاتې د، انجونې له یوه کال زده کړو بې برخې شوي او پر وینا یې له حکومته غواړي،چې نور دې د ښوونځیو دروازې بندې نه ساتي.

ښوونکې حسنا رسولي وايي:«له شپږم ټولګي پورته نجونې له ډېرو ستونزو سره مخ شوي. د ښوونې له حقه لرې پاتې دي. له ا.ا.ا مو غوښتنه دا ده،څو د ټول هېواد پر کچه د نجونو ښوونځي پرانیزي. په ځینو سیمو کې چې ښوونځي پرانېستل شوي،دا ډېر د خوښۍ ځای دی.» 

بل لورته زده کوونکې په یو شمیر سیمو کې د ښوونځیو پرانېستلو کېدو ته خوشاله دي وایي، دولت دې په ټول هېواد کې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

یوه زده کوونکې وايي:« نورو ولایتونو کې یعنې ډېرې خوشالۍ شوي دي،چې ښوونځي پرانېستل شوي دي. موږ له اسلامي امارته غواړو،چې د نجونو  پر مخ ټول ښوونځي پرانېستل شي.»   

یوه بله زده کوونکې بیا وايي:« افغان نجونې له ډېرو ستونزو سره په تېره بیا روحي ستونزو سره مخ شوي دي.» 

بل لورته د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي،د ښوونځيو د پرانېستلو په تړاو لاهم پریکړه نه ده نهایي شوي.

په ورته وخت کې مجاهد وايي،د امکاناتو په برابریدو به په ټول هېواد کې ښوونځي پرانیزي. 

هغه زیاته کړې:« په ټولو ولایتونو کې ښوونه او روزنه اړتیا ده. ان شاء الله کله چې اجازه وشي او شرایط برابر شي، پوهنې وزارت به په ټول هېواد کې یو شان ښوونځي پرانیزي. د پکتیا موضوع لا څېړنې ته اړتیا لري،چې څنګه او د چا په اجازه پرانېستل شوي.» 

دا په داسې حال کې ده،چې د اسلامي امارت له راتګه له یو کال ډېر وخت واوښت،خو لاهم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو دروازې تړلې پاتې دي او یوازې د شمال په څو ولایتونو او تازه د پکتیا مرکز ګردیز کې څلور بابه ښوونځي پرانېستل شوي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist