Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام؛ یوناما د افغانستان بشري حقونو او اقتصادي ناورینونو احتمالي پېچلتیا خبرداری ورکړی

د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام؛ یوناما د افغانستان بشري حقونو او اقتصادي ناورینونو احتمالي پېچلتیا خبرداری ورکړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/27

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیزونو دوام ته په غبرګون کې وايي، د څلورم پرله پسې کال لپاره  د سرپرست حکومت چارواکو نجونې له ثانوي زده کړو منع کړې او دا چاره به په افغانستان کې د بشري حقونو او اقتصادي ناورین لا نور پېچلی کړي.

د يوناما له لوري په يوه خپره کړې اعلاميه کې روزا اوتنبایوا له شپږم ټولګي پورته ټولګیو کې د نجونو نه شتوالی زیان رسوونکی بللی او زياته کړې يې ده چې د سرپرست حکومت دا کړنه نه یوازې د نجونو راتلونکی زیانمنوي، بلکې د ټولو افغانانو سولې او سوکالۍ ته هم زیان رسوي.

په اعلامیه کې د اوتنبایوا له خولې ویل شوي: « زه په ژوره توګه ناهیلې یم چې واکمن چارواکي په ټول افغانستان کې د هغو ټولنو غوښتنې له پامه غورځوي چې څو لسیزې جګړې یې زغملي او له یوه ناوړه بشري بحران سره مخامخ دي. دا بندیز یو له هغو اصلي دلایلو څخه دي چې افغانستان یې په دوامداره توګه له نړیوالې ټولنې د انزوا لور ته وړی. هغه چاره چې د بیا رغونې په مخ کې هم خنډ جوړوي. دا بندیز د افغانستان د بیا رغونې امکانات کموي او باید لغو شي.»

د يوناما په اعلاميه کې په دې اړه د یونیسف موندنو ته هم اشاره شوې او ويل شوي چې تر دې دمه زده کړو ته د نجونو لاسرسي مخنیوي ۲.۲ میلیونه افغانې نجونې اغېزمنې کړې چې ۴۰۰ زرو  نجونو ته یوازې سږ کال زیان اوړي.

 يونیسف اټکل کړی چې که له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم او تحصيل بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، نو له ۴ ميلیونو ډېرې نجونې به اغېزمنې شي.

دې ته په کتو، د يوناما مشرې له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د امکان تر حده د پوهنې په برخه کې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیر انګار وايي: « زده کړې د هېواد د راتلونکي لپاره یوه مهمه او ستراتیژيکه پانګونه ګڼل کېږي. له دې پرته نه دایمي سولې ته رسېدلی شو، نه پرمختګ ته او نه هم حقیقي ثبات ته.»

ځينې نور بیا په ټولنه کې د نجونو ونډ‌ه او زده کړې مهم اصل بولي او وایي، سرپرست حکومت دې د دې اصل په پام کې نيولو ترڅنګ د افغانستان دایمي سولې او ثبات لپاره نجونو ته په هر عمر او هره کچه د زده کړو اجازه ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار وايي:« په ټولنه کې د علمي او فرهنګي ظرفیتونو ارتقاء حتمي او ضروري ده. افغانستان اړتیا لري چې په نړۍ کې خپل ځای او دریځ تثبیت کړي، خو دغه کار د ظرفیتونو له لوړېدو پرته امکان نه لري.»

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې رییسې سیما باهوس هم د تېرې سې ‌شنبې په ورځ د سرپرست حکومت له خوا د نجونو پر زده کړو لګول شوي محدویتونه غندلي وو او د سرپرست حکومت دا پرېکړه يې د نجونو د زده کړو حق ښکاره نقض بللی.

د يوناما د مشرې تازه څرګندونو په اړه مو د سرپرست حکومت له وياندويانو سره اړيکه وکړه، خو ځواب يې را نه کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي
افغانستان

ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي

اگست 4, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist