Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې د نجونو زده کړو حق په بنسټیز ډول تر پښو لاندې کېږي

د نجونو نړیواله ور ځ؛ یوناما د افغان نجونو زده کړو په اړه اندېښنه ښودلې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/12

د اکټوبر۱۱مه، په نړۍ کې د نجونو نړیواله ورځ ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د نجونو نړیوالې ورځې په مناست خپره کړې اعلامیه کې د افغان نجونو زده کړو په اړه اندېښنه ښودلې له  له سرپرست حکومت  یې غوښتي چې دغه حق ورکړي.

اعلامیه کې د یوناما مشرې روزا اتونبایوا له قوله ویل شوي چې له درېیو کلونو راهیسې سرپرست حکومت د نجونو پر زده کړو محدودیتونه لګولي او دغې چارې د افغانستان د پرمختګ مخه نیولې.

د اعلامیې یوه برخه:« موږ یوه ارزښت لرونکې ورځ په افغانستان کې له خفګان سره نمانځو. سرپرست حکومت د ۱۲ کلونو پورته نجونې  له ۱ زر او ۱۱۲ ورځو راهیسې له ښوونځیو منع کړې دي. موږ له واکمنو چارواکو یو ځل بیا غوښتنه کوو چې خپلې تګلارې بدلې کړي. دا یوازې د میلیونونو نجونو لپاره نه بلکې د کورنیو، ټولنو او ټول هېواد لپاره له درې کلونو څخه زیات فرصت ضایع کېدو مانا لري او د هرې ورځې په تېرېدو سره د ښځو او نجونو ژوند لا اغېزمن کېږي او ورسره د افغانستان ثبات او اوږدمهاله سوله هم ننګول کیږي.»

سرپرست حکومت د اکټوبر۱۱مې په مناسبت د ملګروملتونو وړاندیزونو او غوښتنو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له  دې وړاندې چارواکو ویلي چې د نجونو د تعلیم او تحصیل په تړاو پرېکړه مطلق بندیز نه دی بلکې تر امرثاني معطل شوې دي.

د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه  وايي: « د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد بار بار وضاحت ورکړی او موږ هم پر هغه وضاحت اکتفا کوو. د نجونو زده کړې به تر امر ثاني معطل وي.»

ورته مهال، یو شمېر نجونې او زده کونکې هم له سرپرست حکومته غواړي چې ټولو نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار کولو اجازه ورکړي ترڅو د هېواد په پرمختګ کې خپل مسوولیت ترسره کړي.

له زده کړو پاتې یوه زده کونکې وايي: « له اوسني حکومت څخه مې غوښتنه دا ده چې د نجونو د زده کړو او ښځو د کار په برخه کې ژر پرېکړه وکړي ترڅو نجونې زده کړې وکړي او ښځې کار ته ستنې شي.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، دولتونه مکلفت دي چې د خپلو وګړو اساسي حقونه ورکړي او ټینګار لري چې اسلامي امارت دې هم د نجووې زده کړې نورې نه ځنډوي؛ ځکه چې  دا هم د افغانانو او هم د نړیوالې ټولنې غوښتنه ده.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « آیا د اسلامي امارت جګ پوړي چارواکي د خپلو لوڼو او اولادونو د تعلیم په اړه واک نه لري؟ دوی باید جدي ګامونه پورته کړي، میکانیزم جوړ کړي او شرایط ورته برابر کړي. که چېرې په نړیواله کچه کومه ستونزه وي یا په دې مساله کې کوم سیاسي راز نغښتی وي، بیا هم د دوی مسوولیت دی چې په رفع کولو کې یې ګامونه پورته او د حل لاره پیدا کړي. د دغې ستونزې دوام د افغانستان د راتلونکي لپاره ښه پیغام نه لري او افغانان ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو ته محتاجوي.»

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۲ کال دغه ورځ له نجونو  د ملاتړ، له جنسیتي نابرابرۍ سره د مبارزې، ښوونې روزنې، تغذیې او قانوني حقونو ته د لاسرسي، له تاوتریخوالي، تبعیض او جبري واده کولو څخه د مخنیوي په موخه،  د نجونو نړیواله ورځ ونوموله.

 ملګري ملتونه وايي، د نجونو اوسنی نسل په غیر متناسب ډول له نړیوال اقلیمي بدلونونو، شخړو، بېوزلۍ او ناورینونو اغېزمن دی او د بشري حقونو د نقض په برخو کې له جدي ننګونو سره مخامخ دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې
افغانستان

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026

وروستي خبرونه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist