Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ناټو پخوانی سرمنشي له افغانستانه د ځواکونو ایستل د دې سازمان تر ټولو لویه ماتې بولي

د ناټو پخوانی سرمنشي له افغانستانه د ځواکونو ایستل د دې سازمان تر ټولو لویه ماتې بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/11

د شمالي اتلانتیک تړون یا ناټو  د نظامي ځواکونو پخواني عمومي منشي او د ناروې د مالیې اوسني وزیر له «ټایمز» ورځپاڼې سره په خپله تازه مرکه کې یوځل بیا له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستل تر ټولو لویه ماتې بللې.

ینس سټولټنبرګ ویلي، که څه هم له افغانستانه د ناټو او امریکایي ځواکونو ایستل د ناټو لپاره تاریخي او لویه ماتې ده، خو په خبره یې لا هم باور لري چې له افغانستانه د وتلو پرېکړه یې په ځای وه.

د ناټو ځواکونو پخوانی عمومی منشي ینس سټولټنبرګ ویلي: « دا د ناټو تر ټولو لويه ماتې ده، خو زه لا هم باور لرم چې له افغانستانه وتل سمه پرېکړه وه.»

سټولټنبرګ همدا راز ویلي، د ناټو ځواکونو شل کلن نظامي ماموریت او حضور ته په کتو یوازې د نظامي ځواکونو په مټ د یوې ډیموکراټیکې ټولنې جوړول ډېره سخته پروژه ده.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي، امریکا او متحدین یې افغانستان ته د خپلو سیمه‌ییزو او نړیوالو موخو د تعقیب لپاره راغلي وو، خو په خبره یې په دې کار کې پاتې راغلل.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « په ټوله کې امریکا د خپلو حریفانو لپاره راغلې وه. مطلب دا چې افغانستان اشغال کړي، روسیې، چین، ایران او نورو هېوادونو ته یو ګواښ رامنځته کړي. خو له شلو کالو وروسته دوی ولیدل چې دلته حضور یې په تاوان دی، تلفات ور اوړي او داسې مفسده اداره کوي چې حتا دوی ته هم ژمن نه دي، نو یې خپل حضور پای ته ورساوه.»

یو شمېر نور شنونکي بیا د امریکا او ناټو ځواکونو د شل کلن اشغال د ماتې اصلي لامل د افغانانو لسیزې قربانۍ او مبارزه بولي. دوی وایي، تاریخ ثابته کړې چې افغانان د هېڅ ډول بهرني اشغال او تېري پر وړاندې چوپ نه ‌پاتې کېږي.  

د سیاسي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « دوی د افغانستان تاریخ سم نه و لوستی؛ په دوی کړۍ دومره تنګه شوه چې حتا له خپلو نظامي مرکزونو څخه بهر نه شو را وتلی. دوی نه شو کولی هغه معلومات ترلاسه کړي چې دوی ورته اړتیا وه، هغه کارونه یې نه شو ترسره کولی چې دوی غوښتل او ټاکل شوي هدف ته په رسېدو کې پاتې راغلل.»

د نړیوالو چارو شنونکی نجیب‌الرحمان شمال وايي: « موږ ټول په دې پوهېږو چې امریکا په ۲۰۰۱ کال د خپلو موخو لپاره افغانستان ته راغله او ناټو یې هم ځان سره راکش کړه. د دوی موخه ظاهرا ً له ترهګرۍ سره مبارزه او د القاعده شبکې ځپنه وه، خو دوی دغې موخې ته ونه رسېدل.»

په ۲۰۰۱ کال کې د ډیموکراسۍ، ملت‌ جوړونې او له نشه‌یي توکو او ترهګرو سره د مبارزې تر شعار لاندې امریکا د ناټو ځواکونو په ملتیا پر افغانستان تېری وکړ. د امریکایي او ناټو ځواکونو پوځي ماموریت شل کاله دوام وکړ، خو د افغانانو له قربانیو، سرښندنو او مبارزې وروسته، د امریکا او ناټو د یو شمېر چارواکو له لوري دغه ناکام بلل شوی پوځي ماموریت د ۲۰۲۱زېږدیز کال د اګسټ په ۳۱مه له افغانستانه د وروستي امریکایي پوځي په وتلو سره پای ته ورسېد.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist