Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ناروې کډوالو شورا: روان ژمی د ډېری افغانانو لپاره له کړاوونو ډک دی

د ناروې کډوالو شورا: روان ژمی د ډېری افغانانو لپاره له کړاوونو ډک دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/20

شپېته کلن غلام محمد چې د یوې ۶ کسيزې کورنۍ سرپرست دی او د ګټې وټې بل څوک نه لري، له سهاره تر ماښامه د کورنۍ نفقې د پوره کولو لپاره په لاسي کراچۍ کې کوزې پلوري.

په یوه پښه معلول او عمر خوړولی غلام محمد وايي، د کورنۍ اړتیاوې په سخته پوره کوي او له سرپرت حکومت او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړي چې اړمنو افغانانو سره مرسته وکړي.

هغه زیاتوي:« تر اوسه له ما سره مرسته نه ده شوې، تېره میاشت راسره مرسته شوه خو هغه یې هم بېرته رانه واخیسته. زه معیوب یم او یوه اندازه معاش مې درلود، خو اوس هغه هم نه راکوي.»

یوازې غلام محمد نه بلکې د کابل ښار په هره سیمه کې دېته ورته ستونزو  سره مخامخ خلک شته چې له وزګارتیا او اقتصادي ستونزو ځورېږي.

 آشنا ګل بیا یوازې همدا یو لاس ‌ګاډی لري او د خلکو بارونه له یوه ځایه بل ځای ته په کې وړي.

نوموړی هم له ورځني عاید ناخوښ دی او په خبره یې، تراوسه یې د کورنۍ د غړیو اړتیاوې نه دي پوره کړې.

هغه زیاتوي:« کاروبار نه شته، زه سهار پنځه بجې له کوره راوځم او منډوي ته راځم، کله۸۰ اتیا او کله هم ۱۰۰سل افغان کار کوم، کارونه مو بیخي سره خراب دي.»

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ناروې د کډوالو شورا مشر افغانستان ته راغلی او وايي، په دې هېواد کې ۲۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

یان ایګلنډ پرخپله اېکس پاڼه لیکلي، هرات کې یې داسې نارینه او ښځې لیدلي چې ژوند یې له سختو اقتصادي ستونزو او کړاو سره مخ و.

هغه به دې اړه وايي: « زه بیا ځل افغانستان ته راغلی یم، هغه ځای چې ۲۲میلیونه وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري. پاکستان ۸۰۰ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته را ستانه کړي او ایران هم پلان لري چې ۲ میلیونه کډوال افغانستان ته را ستانه کړي. زه دلته په هرات کې داسې مېرمنو سره مخ شوم چې له خاوند پرته را ډيپورټ شوې او دا مهال له ژورې بېوزلۍ او ناهیلۍ سره مخ دي. هغه بحران چې نړۍ له پامه غورځولی.»

بېوزلي او بې روزګاري هغه ستونزې دي چې له تېرو څو کالونو راهیسې ورسره میلیونونه افغانان مخ دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان په هېواد کې د فقر کچې کمېدو او د وزګارتیا د مخنیوي لپاره یوازینۍ لار په زېربنايي پروژو کار پیلول او هېواد کې د بهرنۍ پانګونې جلبول بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي:« په اوږدمهاله کې اړتیا ده چې اسلامي امارت خپل ستراتیژيک پلانونه ولري؛ ترڅو په مختلفو برخو کې پانګونه جذب کړي، دلته پانګونه وشي او نورې عایداتي سرچینې خلاصې شي. په دې سره به حکومت وکولی شي چې اقتصادي ستونزې په کوردننه حل کړي.»

داقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي:« په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان له خلکو سره مرسته اړینه ده. موږ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې له افغان وګړو سره مرستو ته ادامه ورکړي. اسلامي امارت هڅه کوي چې د فقر کومولو لپاره د کار موندنې پروګرامونه په لاره واچوي.»

دغه راز، اقتصاد وزارت له نړیوالې ټولنې غواړي چې د بې کارۍ او بې وزلۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي او د افغانستان بانک کنګل شوې شتمني دې هم آزاده کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist